ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې دوه پیلوټان مړه شوي

سمنګان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې دوه پیلوټان مړه شوي

author avatar
21 May 2023 - 14:01
سمنګان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې دوه پیلوټان مړه شوي
author avatar
21 May 2023 - 14:01

ایبک (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هوايي ځواک اړوند یوه (MD-530) ډوله چورلکه د سمنګان په خُلم ولسوالۍ کې د برېښنا له یوې پایې سره د لګېدو له امله لوېدلې او پکې دوه پیلوټان مړه شوي دي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه چورلکه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د مزارشریف له هوایي ډګره د ګزمې لپاره سمنګان ولایت ته روانه وه چې د خلم ولسوالۍ په سیغانچی سیمه کې د برېښنا له پایې سره لګېدلې ده.

یاد وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه پیلوټان مړه شوي او په دې اړه نورې پلټنې هم پیل شوې دي.

Views: 231

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.