ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د بورې، غوړيو او اوړو بیې لوېدلې

3 Jun 2023 - 16:30
3 Jun 2023 - 16:30

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې، مالیزیایي غوړیو او سرو زرو بیې ټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي پژواک خبري اژانس وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لیتره مالیزیایی غوړي له ۱۷۵۰ څخه ۱۷۰۰ افغانۍ،  ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره له ۳۷۰۰ څخه ۳۶۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وايي، په صادروونکو هېوادونو کې د یادو توکو بیو ټيټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې هم بیې را لوېدلي دي.

خو د هغه په وینا، نن هم د تېرې شنبې په څېر د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجو د عمده پلور بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای  ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پرچون پلور بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره ۳۶۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دی.

د سرو زرو بیې لوېدل

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۶۰۰ څخه ۴۵۵۰  او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له  ۳۵۵۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته راټیته شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د نفتي توکو بیې له بدلون پرته پر ځای پاتې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو لېټر پټرول په ۶۵ افغانۍ او یو لیټر ډیزل په ۶۳ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۸ افغانۍ پلورل کیږي.

د امریکایي ډالر او پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي  په ۶مه، یو امریکايي ډالر په ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۵ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 236

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version