ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سفارت: د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو نیول د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي

8 Jun 2023 - 23:25
8 Jun 2023 - 23:25

اټلانټا (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت پلاوي د پاکستان د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره د نیول شوو افغانانو پر خوشي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د غبرګولي په ۱۸مه، په یو لړ ټویټونو کې لیکل شوي چې د سفارت رهبرۍ او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ترمنځ په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې د نیول شوو افغانانو په اړه ناسته وشوه .

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د پاکستان له لوري د کورنیو چارو وزارت مرستیال سیدعلي مرتضی، د پلټنو مرکزي ادارې (ایف‌آی‌اې) مرستیال فیصل نثار، په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ډیسک غړي زوهیب نذیر او یو شمېر نورو لوړپوړو مسئوولینو شتون درلود.

دغه‌راز د افغانستان له لوري د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب او ځینو نور ډیپلوماتان موجود وو او په مختلفو پلمو د افغانانو د نیول کېدو او ځورونې مسئله یې له پاکستاني چارواکو سره په جدي ډول شریکه کړه اوټینګار یې وکړ چې دغه لړۍ باید ژرتر ژره ودرېږي.

نوموړي د پاکستاني ویزو په برخه کې د شته ستونزو د هواري ترڅنګ، په دغه هېواد کې د مېشتو هېوادوالو په اړه د یوې روښانې تګلارې پر رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.

شکیب جوته کړه چې په مختلفو پلمو د افغانانو نیول کېدل د دواړو ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزه کوي چی باید مخه یې ونیول شي.

سفارت ویلي، پاکستاني لوري په دې برخه کې د سفارت رهبرۍ ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دوی یوازې هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد ونه لري.

سرچینې زیاته کړې، په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت هڅه کوي څو نیول شوي افغانان ژر تر ژره آزاد کړي او په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره یوې پایلې ته ورسېږي.

سفارت په پاکستان کې له مېشتو افغانانو څخه هیله کړې چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته له سفر څخه ډډه وکړي.

د یادونې ده، د هغو افغانانو له امله چې له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته سفر کوي، ډېری وخت اسنادلرونکي هېوادوال هم د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي.

د افغانستان سفارت ویلي، په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو په بېلابېلو بهانو په اسلام‌اباد او شاوخوا ښارونو او سیمو کې د عملیاتو پر مهال تر ۲۵۰ ډېر افغانان نیولي دي.

د یادونې ده، شاوخوا ۲۰ میاشتې مخکې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته تللي او ډېری یې په اسلام‌اباد کې مېشت او په بهرنیو سفارتونو کې یې د کډوالۍ عریضې وړاندې کړې دي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version