Pajhwok Afghan News

اسدالله خان د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر وګومارل شو

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ١۴٠٢): د افغانستان کرکټ بورد وايي چې اسدالله خان د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د نوي په مشر په توګه ګومارل شوى دى.

دغه څرګندنې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د افغانستان کرکټ بورد له لوري نن خپره شوې ده.

سرچينه وايي، تر دې وړاندې دغه مسوولیت نورالحق ملکزي پر مخ بېوه چې نوموړي اوسمهال د شخصي بوختیاوو له امله له یاد بسته استعفا کړې، خو د یادې کمېټې د غړي په توګه به دنده ترسره کوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د جوړښت له مخې به اسدالله خان د دغې کمېټې مشر او نورالحق ملکزی، میر مبارز اصغري او احمدشاه سلیمانخېل به د کمېټې د غړو په توګه دندې پرمخ وړي او دغه راز به محمدخان ځدراڼ او تاج‌ملوک عالم د کورني کرکټ سیالیو لپاره د لوبډلو ټاکنه کوي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته اسدالله خان وويل، خوښ دی چې یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ سره کار پیلوي او د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د مشرۍ ستر مسولیت ته غاړه ورکوي.

نوموړی زیاتوي: «د افغانستان کرکټ بورډ زما لپاره نوې اداره نده، ځکه ما له دې وړاندې په ګڼ شمېر بستونو دنده ورسره ترسره کړې؛ خو دا خورا لوی مسولیت دی او هڅه به مې دا وي چې د افغانستان ټولو ملي لوبډلو ته د کرکټ په هره بڼه کې وړ لوبغاړي پیدا او د لوبېدو لپاره ورته موقع برابره کړم.»

همداراز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف د نوموړي د ټاکنې په اړه وویل: «زه اسدالله خان ته هم مبارکي وایم او هیله‌من یم چې نوموړی به خپل نوی مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي، ترڅو افغان لوبډله په نړۍواله کچه سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي او ښې لاسته‌راوړنې ولري.»

د يادونې ده، اسدالله خان تر دې وړاندې د افغانستان له کرکټ بورډ سره د کار اوږده مخینه لري، هغه د سرپرست اجراییوي رییس، د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د مشر او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني ویډیو انالیسټ په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی دغه راز د روزنې درېیمه درجه سند هم لري او له تېر څه باندې یوه کال راهیسې یې د قطر له کرکټ بورډ سره د کرکټ د ډایرکټر په توګه دنده ترسره کړې ده.

Views: 285

Exit mobile version