ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په شینکۍ کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

12 Jun 2023 - 13:48
12 Jun 2023 - 13:48

کلات (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي حکمت‌الله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیون ۶۸۸زره افغانيو په لګښت جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست د مطبوعاتو مسوول حافظ عبدالحلیم فرقاني هم پژواک ته وویل چې د یادې شبکې جوړولو چارې ۱۱ میاشتې مخکې پيل شوې وې او نن فعاله شوه.

هغه زیاته کړه چې یاده شبکه د ۶۰ زره لیتره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او ۳۷۰ کورنیو ته به ۲۴ ساعته پاکې اوبه برابرې کړي.

د سیمې اوسېدونکي د یادې شبکې له جوړېدو خوښ دي او هیله لري چې نور به د څښاک پاکو اوبو برخه کې ستونزه ونه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version