Pajhwok Afghan News

زابل کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سامبو ورزشي سیالۍ پای ته ورسېدې

کلات (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات ښار کې پرون د څلورو ولایتونو د سامبو ټیمونو ترمنځ دوې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې چې نن د زابل ټيم په بریا سره پای ته ورسېدې.

سامبو یو نوی نسبتا رزمي ورزش دی چې په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د پیاوړتیا په موخه رامنځته شو.

د زابل د سامبو کورش فدراسیون مشر علي‌احمد همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو سیالیو کې د کابل، زابل، غزني او هلمند ولایتونو ټيمونو ګډون درلود.

هغه زیاته کړه، لوبې پرون پيل شوې او نن پای ته ورسېدې چې د زابل ټيم پکې لومړی مقام خپل کړ.

د نوموړي په وینا، د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی راوستل دي چې ۳۰ لوبغاړو پکې رزمي لوبې وکړې.

همراز وویل، په یادو سیالیو کې غزني دویم او کابل درېیم مقام خپل کړ.

Views: 146

Exit mobile version