ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ په یواځینۍ ټسټ لوبه کې بنګله دېش د افغانستان پر وړاندې برلاسی دی

15 Jun 2023 - 23:38
15 Jun 2023 - 23:38

اټلانټا (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د یواځینۍ ټسټ لوبې په لومړي اننګز کې په ډیرو کمو منډو وسوځېدله او دغه راز په دې لوبه کې بنګله دېش برلاسی شوی دی.

دا پنځه ورځنۍ لوبه پرون د بنګله دېش د مېرپور ښار په نړۍوال لوبغالي کې پیل شوه، پچه یې افغانستان وګټله، خو لومړی یې بنګله دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ ورځ  د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۶۹ منډې جوړې کړې او اټکل کېده چې په دویمه ورځ به تر پنځوسوو ډیرې منډې وکړې، خو ددویمې ورځې پیل د افغانستان لپاره ډیر ښه و.

افغان تېز توپ اچوونکو نجات مسعود او یمین احمدزي یواځې په ۲۱ نورو منډو د بنګله دېش پاتې پنځه نور لوبغاړي هم وسوځول او دغه راز بنګله دېش په لومړي اننګر کې ۳۸۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري تېز توپ اچوونکي نجات مسعود پنځه ، یمین احمدزي دوه، ظاهرخان، امیر حمزه او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځولو.

د افغانستان ملي لوبډله ډیره خرابه لوبه پیل کړه او د تر غرمې وروسته ټوله لوبډله په ۱۴۶ منډو وسوځېدله، افسر ځاځي ۳۶ او ناصر جمال ۳۵ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې په دوویمه پاڼۍ یا اننګز کې د ورځې تر پایه پورې د یو لوبغاړي په سوځېدلو ۱۳۴ منډې جوړې کړې یواځینی لوبغاړی امیر حمزه وسوځولو.

د بنګله دېش ټولې منډې تر اوسه ۳۷۰ ته رسیدلې دي.

Views: 215

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version