Pajhwok Afghan News

افغانستان په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۱.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر کړي  

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې له افغانستانه د څه باندې یو عشاریه اته میلیارد افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر شوي.

باختر دولتي اژانس د یاد وزارت د معلوماتو له مخې لیکلي چې د روان زیږدیز کال له جنورۍ د جون تر لمسې افغانستان د څه باندې یو میلیارد او ۸۸۸ میلیون افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر کړي.

سرچینې نه دي لیکلي چې دغه جلغوزي کومو هېوادونو ته صادر شوي، خو تر دې مخکې د افغانستان ډېر جلغوزي چین ته صادرېدل.

جلغوزي د افغانستان یو له خورا ګټورو، قیمتي او په نړۍ کې مشهورو وچو مېوو څخه دي او د باختر د خبر له مخې، اوسمهال په بازار کې یو کیلوګرام په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د راپورونو له مخې، دغه جلغوزي د بدن د دفاعي سېسټم پیاوړتیا، د بدن پوستکي روغتیا او تازه والي، حافظې پیاوړي کولو او د زړه حملې د مخنیوي لپاره ګټور دي.

Views: 199

Exit mobile version