ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اتو میاشتو کې د نږدې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

تېرو اتو میاشتو کې د نږدې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

author avatar
23 Dec 2023 - 14:27
تېرو اتو میاشتو کې د نږدې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي
ارشیف
author avatar
23 Dec 2023 - 14:27

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې له افغانستانه د نږدې ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبداسلام جواد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې د نږدې ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت یو میلیون او ۲۸۲ زره ۹۲۴ کیلوګرامه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.

دی وایي، دغه جلغوزي چین، انډیا، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، امریکا، انګلينډ، اسټرالیا او هالنډ ته صادر شوي دي.

هغه وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي څو د هوايي دهلېزونو او ځمکې له لارې د جلغوزیو د صادراتو برخه کې اسانتیاوې لا ډېرې کړي.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.