ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر ډېر شوی

19 Jun 2023 - 18:22
19 Jun 2023 - 18:22

بامیان (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د بهرنيو سیلانیانو شمېر ډېر شوی او زیاتوي چې د روان کال په درېیو میاشتو کې لسګونو بهرني سیلانیانو د بامیان له طبیعي او لرغونو سیمو لیدنه کړې ده.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر محمددین مفلح پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال له پیله تر اوسه ۳۸۰ بهرني سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي سیمو لیدنه کړې ده.

 د هغه په خبره، ډېری بهرني سیلانیان د فرانسې، ایټالیا، امریکا، ټایوان، چین، هند، پاکستان، ایران، هسپانیا، المان، سویس، روسیې او انګلستان هېوادونونه دي چې د په زړه‌پورو ځایونو لیدنې لپاره یې دغه ولایت ته سفر ورکړی دی.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر زیاته کړه چې د ۱۴۰۱ کال په لومړۍ ربع کې شاوخوا ۲۰۰ بهرني سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي چې سږ کال یې شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version