ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د ۱۲۳میلیون افغانیو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

20 Jun 2023 - 18:53
20 Jun 2023 - 18:53

میدان‌ښار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز په ګډون، لومړۍ حصه بهسودو او جلریز ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي وحیدالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو پروژو څخه ۸۱ یې په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې، ۳۳ په جلریز ولسوالۍ کې او پاتې ۲۸ پروژې په مرکز میدان‌ښار کې پلې کېږي.

نوموړي وویل چې په دغو پروژو کې د اوبو کانالونو پاکول، د کلیوالي لارو بیارغول او د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره به د سیمو ۷۰۹۸ اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version