ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

زابل کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

author avatar
21 Jun 2023 - 17:20
زابل کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو
author avatar
21 Jun 2023 - 17:20

کلات (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل د عامې روغتيا ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز کلات کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.
د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر میرویس افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د کانګو ناروغي له څارویو څخه انسان ته خپرېږي او د دغه کمپاین موخه خلکو ته د دغې ناروغۍ د خطر او مخنیوي د لارو چارو په اړه معلومات ورکول دي.
هغه زیاته کړه، که څوک پر دې ناروغۍ اخته شي نو باید ژر نږدې روغتون ته مراجعه وکړي.
نوموړی وايي، د عامه پوهاوي دغه ډول پروګرامونه به په ولسوالیو کې هم جوړ کړي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د زابل د ټولو ولسوالیو په روغتيايي مرکزونو کې د کانګو ناروغۍ د درملنې امکانات موجود دي.
افغان وویل، د لوی اختر ورځې نږدې دي او خلک باید د قربانۍ مالونو حلالولو په وخت کې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه، کانګو یوه ساري ناروغي ده چې د کنې په وسیله له حیوان څخه انسان ته خپرېږي، نو په کار ده چې خلک له څارویو سره د تماس په وخت کې د ډاکټرانو لارښوونو ته پام وکړي.
د هغه په وینا، کله چې څوک پر دې ناروغۍ اخته شي نو سردرد، تبه، د ملا او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی او داسې نورې نښې لري.
هغه وايي، پر څارویو باید له ذبحه کېدو مخکې دوا وشیندل شي، دستکش، چپنه، ماسک او عینکې وکارول شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۲۰۰ کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي چې ټول بېرته روغ شوي دي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.