Pajhwok Afghan News

کابل امبولانس د ښار په څلورو دروازو کې خپل مرکزونه فعالوي

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل امبولانس امريت مسوولين وايي، په روان کال کې به د امبولانسونو شمېر له ٢٥ څخه ٥٠ ته لوړ شي او ترڅنګ به يې، د کابل ښار په څلورو دروازو کې د خدمتونو په موخه مرکزونه هم فعال کړي.

دغه څرګندونې د کابل امبولانس امریت مرستیال شعیب خان امام له پژواک خبرې اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وایي، د کابل امبولانس امریت اوسمهال ټولټال ۲۵ عرادې امبولانسونه او ۲۸ موټرچلوونکي لري چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي.

هغه زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مسوولینو ورته ویلي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د کابل امبولانس د امبولانسونو شمېر۵۰ ته لوړوي او ترڅنګ یې د خدماتو په موخه د کابل په څلورو دروازو کې مرکزونه جوړوي.

نوموړي وويل چې دا مهال د کابل امبولانس ټيمونه د کابل ښار په دشت‌برچي، خيرخانه، وزير اکبرخان، شیخ زاهد روغتون، احمدشاه بابا مېنه او کارته نو سیمو کې شته دي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، هڅې روانې دي چې د ولايتونو خصوصي امبولانسونه هم د دوى د ادارې په چوکاټ کې فعاليت وکړي.

نوموړی وایي: «په ولایتونو کې امبولانسونه شته دي خو د زمونږ مربوط  نه دي، په دې برخه کې کار روان دی ترڅو دوى د کابل امبولانس په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کړي.»

هغه وویل: «اوسمهال له خصوصي امبولانسونو څخه د ټکسي په توګه استفاده کېږي، په داخل کې نه ډاکټر شته، نه اکسیجن وي، یوازې مریض څخه پیسې اخلي  او په ډېره لوړه بیه له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالوي؛ له عامې روغتیا وزارت سره مو پلان شریک کړی دی ترڅو خصوصي امبولانسونه زمونږ تر چتر لاندې فعالیت وکړي.»

نوموړی وایي، د  کابل امبولانس موټرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر او هم ټول کسان یې مسلکي دي.

هغه وایي: «مونږ دوه ډوله دندې ترسره کوو، یو طبي او بل انتقالي؛ کله چې یو کور کې ناروغ پیدا کېږي او مونږ ته زنګ وهي او له کور څخه ناروغ اخلو او مربوطه روغتونونو ته یې رسوو او بله دنده انتقالي ده چې له یوه روغتون څخه ناروغ اخلو او بل روغتون ته یې انتقالوو.»

امام وایي چې کابل امبولانس پر ښار سربېره په ولسوالیو کې هم خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

هغه وویل، کابل امبولانس په خپل تشکیل کې د اړیکو نیولو مرکز «کال سنټر» برخه هم لري چې خلک د امبولانس غوښتلو لپاره اړیکه نیسي او اړوند مسوولین اجرات ترسره کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۷۰ وظیفې ترسره کوي.

هغه وایي، د کابل له هرې سیمې څخه چې ناروغ اړیکه ونیسي، له هغه ځای سره له نږدې مرکز څخه ورته امبولانس لېږل کېږي.

هغه زیاتوي چې د کابل امبولانس په لایحه کې د مړو لېږدول نشته، خو بیا هم د مشرانو په هدایت په ځانګړو حالاتو کې مړي هم انتقالوي.

هغه له موټرچلوونکو غوښتنه وکړه چې کله امبولانس روان وي، نو لار ورته پرېږدي ترڅو ناروغ په وخت سره روغتون ته ولېږدوي.

د کابل امبولانس د «کال سنټر» برخې مسوول نعمت‌الله باري پژواک ته وویل چې د خلکو له لوري ورته ډېر مزاحمت کېږي، ډېر کسان له اړتيا پرته کابل امبولانس ته زنګ وهي او دوى په عذابوي.

نوموړي وویل: «د دروغو اړیکو د معلومولو لپاره په تکراري ډول مونږ له کسانو پوښتنې کوو، که څوک په لومړي ځل زنګ وهي نو مونږ یو څو پوښتنې ترې کوو، په دویم ځل بیا ترې هغه پوښتنې کوو، که کومه یوه کې یې دروغ وویل نو مونږ ته معلومېږي چې مزاحمت کوي او په درېیم ځل بیخي معلومېږي.»

هغه وایي، د کابل امبولانس د اړیکو نیولو شمېره هماغه پخوانۍ ۱۰۲ ده او کوم بدلون پکې نه دی راغلی.

د یادونې ده، تېر  کال د چارو ادارې له ازبکستان څخه  ۱۲۵ امبولانسونه پېرلي وو او د عامې روغتیا وزارت ته یې وسپارل؛ وزارت ویلي و چې دغه امبولانسونه به هغو سیمو ته ورکړي چې د امبولانسونو په برخه کې ستونزې لري.

Views: 55

Exit mobile version