ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تکل: هیله لرو د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې لړۍ له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو پیل شي

22 Jun 2023 - 16:39
22 Jun 2023 - 16:39

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړۍ‌وال باید واقع‌بین واوسي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی؛ خو د نړۍ سفارشونه ورته د منلو نه دي او نه په کورنیو موضوعاتو کې مداخله زغمي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل دغه راز له نړۍ‌والې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان لګول شوي تحریمونه او اقتصادي بندیزونه لرې کړي او له اسلامي امارت سره په یوه سوله‌ییزه فضا کې د متقابل احترام او اقتصادي ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې وپالي.

د مرکې بشپړ متن

پژواک: په تېر يو کال کې مو په بهرني سياست کې لاسته‌‎راوړنې څه وې؟

تکل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د حکومت د پر رسمیت‌ پېژندلو او ورسره تعامل، د افغانستان شتمنۍ ازادولو، افغانستان ته له بهره د پانګونې راجلبولو، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ اسانتیاوو او په بهر کې د افغانانو لپاره د قونسلي اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هر اړخیزې هڅې کړې چې په دې هڅو د محترم مولوي امیرخان متقي سفرونه، کابل ته د اسیایي، اروپایي او سیمه‌ییزو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو، لوړپوړو چارواکو او ډیپلوماتیکو استازو سفرونه، لیدنې او ناستې شامل دي او د دې ټولو موخه د نړۍ له هېوادونو سره د دوه او څو اړخیزو اړیکو ښه کول او پراختیا ده.

د بهرنیو چارو وزارت په هڅو په افغانستان کې عربي متحده اماراتو، قطر، سعودي عربستان، ایران، پاکستان، چین، روسیې، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، هند او ایټالیا خپل سفارتونه پرانیستي او تمه ده نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانیزي.

دغه راز امریکا، انګلیستان، ازبکستان، چین، روسیې، پاکستان او نورو ګڼو هېوادونو د افغانستان له نوي حکومت سره پر مخامخ خبرو او عملي تعامل نېغ په نېغه ټینګار کړی او د اسلامي امارت پر وړاندې یې له وسله‌وال مخالفت سره خپل مخالفت ښودلی. څرنګه چې د افغانستان اسلامی امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی نو پر همدې اساس بهرنیو چارو وزارت په اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییز اتصال ډېر تمرکز کړی او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نه ستړي کېدونکي ډول د اقتصادي بندیزونو لرې کولو او له افغانستان سره د بشري مرستو مسئله د خپلو فعالیتونو په سر کې ځای کړې ده چې په پایله کې یې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې کړې او اسلامي امارت په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

پژواک: لا هم هيڅ هېواد اسلامي امارت پر رسميت نه دی پېژندلی، په دې برخه کې خنډ يا دليل څه دی؟

تکل: دا پوښتنه باید له نړۍوالې ټولنې وشي؛ ځکه چې د افغانستان اسلامي امارت ټول هغه تعهدات، مسوولیتونه او مکلیفتونه ترسره کړي کوم چې یې د دوحې په تړون کې ژمنه کړې او منحیث حکومت ورته مسوولیت راجع کېږي.

پژواک: څه فکر کوئ کوم هېوادونه به د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو کې مخکې شي؟

تکل: دا ویل به سخت وي، خو هیله لرو چې دا لړۍ له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو پیل شي.

پژواک: د نړۍ هېوادونه له اسلامي امارته څه غواړي؟

تکل: اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل لپاره چمتو دی خو سفارشونه يې د منلو نه دي او په کورنيو موضوعاتو کې مداخله نه زغمي؛ هر هغه شی چې نړۍ یې غوښتنه لري، لکه د هېواد او سیمې امنیت؛ د هغه په تړاو اسلامي امارت د بېرته راتګ په اوله ورځ ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې اړین او اغېزناک ګامونه اخیستي دي.

پژواک: په وروستيو کې له بهره ډېر پلاوي راځي، د بهرنيو چارو وزارت او د اسلامي امارت له نورو چارواکو سره ګوري، دغه ليدنې څومره اغېزناکې دي؟

تکل: بې له شکه چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو رامنځته کېدا او پیاوړتیا په موخه د هېوادونو پلاوو ترمنځ راشه درشه اړینه ده؛ نو د اسلامي امارت او نورو هېوادونو د پلاوو تګ‌راتګ هم په همدې موخه ترسره کېږي.

پژواک: نړۍواله ټولنه په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او دغه راز په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډول او د ښځو پر کار وضع شوي محدودیتونه له هغو لاملونو بولي چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني، تاسو په دې اړه څه وایاست؟

تکل: نړۍواله ټولنه دې زموږ کورني اجتماعي موضوعات نه سیاسي کوي؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو حقه حقوقو ته ژمن دی، په ځانګړې توګه که ووایم د نجونو تعلیم او د ښځو کار د افغانستان کورني موضوعات دي چې کار پرې جریان لري او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله په امر د موقت مودې لپاره موقوف شوي دي.

پژواک: تر اوسه په څو او کومو هېوادونو کې سفارتي چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې؟

تکل: قطر، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکیه، قرغیزستان، چین، روسیه، امارات او په دې برسېره له ګنو نورو هېوادونو سره مو هم اړیکې ښې دي او وخت په وخت ډیپلوماتیکو استازولیو کې قانوني ګومارنې کېږي او د چارو د بهبود او سمون لپاره مسلکي او ژمن پلاوي لېږل کېږي.

پژواک: سفارتي چارې باید هغه کسان پر مخ بوځي چې ډیپلوماسۍ کې تخصص او تجربه ولري؛ ستاسو له خوا سفارتونو ته معرفي شوي کسان په دې برخه کې تخصص لري؟

تکل: اسلامي امارت د مسلکي او متخصصو کدرونو ګومارنې ته ژمن دی او په سفارتونو او داخل کې هم مسلکي کسان ګومارل کېږي.

پژواک: نړۍوال بيا- بيا په افغانستان کې د داعش او القاعده د شتون په اړه خبرې مطرح کوي، دغو څرګندونو ته ستاسې ځواب څه دی؟

تکل: موږ بیا- بیا ویلي او یو ځل بیا ټینګار کوم چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استفاده کړي.

پژواک: په افغانستان کې خونړۍ جګړه درېدلې ده، خو کله کله ځیني بریدونه کېږي؛ لکه په دې وروستیو کې چې په نورستان کې وشول او د ډېرو مسوولیت داعش پر غاړه اخلي، تاسو په دې اړه څه وایاست او فکر کوئ چې دغه بریدونه د دې لامل کېږي چې نړۍوال په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه اندېښنه وښیي؟

تکل: داعش؛ چې په افغانستان کې یوه بهرنۍ پروژه وه او په هېواد کې له ښکاره کېدو سره سم ورسره افغان ولس د اسلامي امارت تر چتر لاندې برحقه مبارزه پیل کړه، په لنډ وخت کې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې سیمو کې نابود شول او د کابل ادارې او بهرنیو اشغالګرو تر واک لاندې سیمو کې خوندي شول، خو کله چې اسلامي امارت د هېواد په ټوله جغرافیه حاکم شو او فتحه راغله، نو د داعش پر وړاندې د زړورو امنیتي ځواکونو له لوري ډېر موثر او کوټلي ګامونه واخیستل شول چې دا دی موږ او تاسو شاهد حال یو چې په ټول هېواد کې هیڅ فعالیت او سیمه په اختیار کې نه لري او له منځه تللي دي.

پژواک: اسلامي امارت تل وايي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کارول کېږي، خو ځيني هېوادونه ادعا کوي چې د افغانستان خاوره يې پر وړاندې کارول کېږي، تاسو په دې اړه څه وایاست؟

تکل: ټولې داسې ادعاوې غلطې دي او زه یې ردوم؛ بیا هم په ټینګار وایم چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استفاده کړي.

پژواک: په افغانستان کې په تېرو څو حکومتونو کې بهرني سياستونه سره متفاوت وو، اوسنی سرپرست حکومت څه ډول بهرنی سياست لري او په بهرني سیاست کې د افغانستان سرې کرښې کومې دي؟

تکل: د اسلامي امارت بهرنی سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی؛ موږ د ګاونډيو، سیمه‌ییزو او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا کار کوو او په دې باوري یو چې د یو بل د ارزښتونو په نظر کې نیولو سره به وکولای شو چې دوه اړخیزې او څو اړخیزو اقتصادي همکارۍ رامنځته کړو او د افغانستان له جغرافیي د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ په برخو کې سالمې استفادې ته زمینه برابره کړو.

پژواک: له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغان کډوال راایستل کېږي؛ دغه چاره له تاسو سره په مشوره کېږي که څنګه او په دې برخه کې مو له نړۍوالو غوښتنه څه ده؟

تکل: اسلامي امارت په کراتو پر خپلو وګړو غږ کړی چې په ناقانونه او قاچاقي لارو دې نورو هېوادونو ته سفر نه کوي او خپل ژوند دې په خطر کې نه اچوي؛ بې له شکه هر هېواد حق لري هغه کسان چې له قانوني اسنادو پرته ورځي، توقیف کړي او قانوني چلند ورسره وکړي خو له دې سېوا موږ له ګاونډيو هېوادونو منندوی یو چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د افغان مهاجرینو کوربه‌توب کړی دي. خو بیا هم په ډېر درناوي پر ګاونډیو هېوادونو غږ کوو چې افغانانو ته ستونزې ایجاد نه کړي او لازم تسهیلات ورته برابر کړي؛ اسلامي امارت ژمن دی چې له هېواده بهر ټولو افغانانو ته خپل هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي څو هغوی په خپل کور شي او د مهاجرت له ژونده وژغورل شي.

پژواک: په لومړیو کې چې کله له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او بېرته راستنولو کمېسیون جوړ شو، پخواني سياسيون او مشران ډېر بېرته هېواد ته راغلل، دغه پروسه پيکه شوې نه ده؟ اوس هم یاد کمېسیون له چا سره په اړیکه کې دی او څوک راځي کنه؟

تکل: کمېسیون په دوامداره توګه له افغان شخصیتونو سره په رابطه کې دی؛ د اسلامي امارت غېږه ټولو بهرمېشتو افغانانو ته خلاصه ده، تاسو به په جریان کې یاست چې له دې طریقه یې وخت په وخت افغانان راستنیږي او په خپل هېواد کې د ژوند تېرولو زمینه ورته برابرېږي او د خوندیتوب ډاډ ورکول کېږي.

پژواک: نړۍوالو او په نړۍوال ډګر کې د افغانستان راتلونکي په اړه مو هېواداولو ته پیغام څه دی؟

تکل: نړۍوالو ته مو پیغام دا دی چې په افغانستان کې پس له څلورو لسیزو وروسته سراسري او بی‌سارې سوله تأمین شوې ده، مرکزي حاکمیت رامنځته شوی، ملي امنیت تامین دی او د افغانانو په مټ د اوسني عصر یو بې مثاله اسلامي او عادل نظام حاکم شوی چې له هر راز توپیر او تعصب پرته د خپلو افغانانو حقونو ته ژمن او ارزښتونو ته قایل دی، د دغه نظام پر وړاندې وضع شوي ظالمانه تحریمونه او اقتصادي بندیزونه دې لرې کړي او په یوه سوله‌ییزه فضا کې دې د متقابل احترام او اقتصادي ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې وپالي. اسلامي امارت د هیچا پر وړاندې بده اراده نه لري او نه چا ته د ضرر رسولو هوډ لري، نړۍوال باید واقع‌بین واوسي، نه دا چې د ځینو مغرضو کړیو او رسنیو پر خوله باور وکړي او د اسلامي امارت په راتګ سره په هيواد کې پر راغلو مثبتو پرمختګونو سترګې پټې کړي.

که پر حقایقو ولاړ قضاوت وکړو، په افغانستان کي اوسنی حاکم نظام د ټولو هېوادوالو لپاره ټول هغه څه ترسره کړي چې د ولس حق دی او د حکومت په مکلفیتونو او مسوولیتونو کې راځي. تېرو دوو کلونو ته په کتو ولس پر همدغه نظام خوښ دی او په هره برخه کې یې ورسره په ډېر ښه ډول ملاتړ کړی، د حکومت ټول فرامین یې منلي او د حکومت پر وړاندې یې هیڅ راز مخالف دریځ نه دی نیولی، نو دغو مواردو ته په کتلو سره ویلای شو چې نړۍ دې د افغانانو په خوښه رامنځته شوی نظام نور په بېلابېلو بهانو نه تخریبوي، افغانستان دې پرېښودل شي چې د خودکفايۍ او پر ځان بسیایني لپاره یې حکومت اغېزناک ګامونه واخلي او افغانان د پردیو له احتیاجه خلاص، مترقي او ازاد ژوند ولري.

Views: 313

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version