ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

27 Jun 2023 - 18:00
27 Jun 2023 - 18:00

جلال‌اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې له سخت باران او توپان وروسته سېلابونه راوتلي چې پنځو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې ځايي خلکو ته مالي زيانونو هم اړولي دي.
چارواکي وايي، د خلکو مرستې لپاره امنيتي منسوبينو ځانونه رسولي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي د يوې ښځې او يو نارينه جسد پيدا کړي.
د حصارک ولسوالۍ امنيه قوماندان جنيدار عابد د چنګاښ په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه او نن سهار حصارک ولسوالۍ کې له توپان سره مل تېز باران شوی دی.
دی وايي، له ورښت وروسته سېلابونه راوتلي چې په غوږيزه سيمه کې يو ډاډسن موټر اوبو وړی دی.
هغه زياتوي، په موټر کې له سپرو کسانو درې یې په ټپي حالت کې له اوبو را ايستل شوي خو يوه ښځه او یو سړی چې مړه شوي، لا هم نادرکه دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي غلام رسول پژواک ته وويل، سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version