ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج خطیب: کوم شی چې د نفرت لامل کېږي ځان ترې وساتئ

27 Jun 2023 - 22:18
27 Jun 2023 - 22:18

ټلانټا (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د حج خطیب ډاکټر یوسف د حج په خطبه کې وویل چې د اسلامي لارښوونو له مخې، کوم شی چې د نفرت لامل کېږي، له هغه څخه باید ځان لرې وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دوه میلیون ډېرو مسلمانانو نن د حج ستر رکن وقوف عرفات ادا کړ.

د مکې مکرمې د عرفات میدان په نمره جومات کې ډاکټر یوسف بن محمد بن سعید د حج خطبه وویله چې د سلګونو زرو حاجیانو ترڅنګ په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیون مسلمانانو د ټلوېزیون په پردو ولیده او واورېده.

ډاکټر یوسف له خلکو وغوښتل چې د الله تعالی پر حکمونو عمل وکړي، له تفرقې ډډه وکړي او له الله تعالی سره له شرک پیدا نه کړي.

هغه زیاته کړه: «هیڅ عرب پر عجم او هیڅ عجم پر عربی فضیلیت نه لري.»

د سعودي د علماوو شورا غړي شیخ یوسف د حج په خطبه کې وویل چې الله تعالی په قران‌کریم کې بار بار پر تقوا ټینګار کړی او د حج موخه هم تقوا ده.

هغه زیاته کړه، ټول مسلمانان باید له الله تعالی څخه ووېريږي؛ ځکه چې له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه دي او هغه هر څه ویني.

شیخ یوسف زیاته کړه، د اسلامي لارښوونو له مخې، کوم شی چې د نفرت لامل کېږي، له هغه څخه ځان لرې وساتئ.

د حج خطیب وایي، له شرک څخه ځان وساتئ او په همدې موخه ټول نبیان رانازل شوي وو، څو خلکو ته دعوت ورکړي.

شیخ یوسف د نبي کریم ص د یوه حدیث په حواله وویل چې ټول مسلمانان باید لوړ اخلاق ولري او یو بل ته درناوی وکړي، له یو بل سره په نېکو اخلاقو خبرې وکړي، چا سره چې خبرې کوئ، په خپلو خبرو کې نرمي پیدا کړئ.

هغه زیاته کړه، د یوه مسلمان پر بل دا حق دی چې چې له هغه سره ښه رویه وکړي او له داسې برخورد څخه دې ډډه وکړي چې تر منځ یې د خپګان لامل کېږي.

د سعودي د حج او اوقافو وزارت معلوماتو له مخې، سږ  کال له بهرنیو هېوادونو څه باندې دوه  میلیون کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ورغلي دي او دا له کرونا وروسته تر ټولو لوړه شمېره ده.

د سعودي د حج کمېټې معلوماتو له مخې، پرون د ذي‌الحجې په اتمه د حج مراسم په رسمي ډول پیل شول او سلګونه زره زایرینو ځانونه د مکې مکرمې منی سیمې ته ورسول.

سرچینې زیاته کړې چې زایرینو هلته شپه تېره کړه او سهار وخته د عرفات میدان او غونډۍ پر لور وخوځېدل او تر ماښامه هلته پاتې شول.

مسلمانانو  هلته د جمعې او ورپسې د مازدیګر لمونځونه ادا کړل او له لمر لوېدو سره سم د مزدلفې پر لور روان شول؛ هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځ ګډ کوي او د سهار له لمانځه وروسته به د منی پر لور چېرې چې شیطانان ویشتل کېږي، ولاړ شي.

د اختر په لومړۍ ورځ د شیطانانو له ویشتلو وروسته به حاجیان ویښته لنډوي، قرباني به کوي او بیا به حرم شریف ته د طواف لپاره ځي او له دې سره به د حج مهم مناسک ترسره شي.

خو حاجیان به درې ورځې به منی کې وي او هره ورځ به شیطانان وولي.

له افغانستانه سږ کال ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي دي.

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version