ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته نږدې ۳۸۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

27 Jun 2023 - 19:58
27 Jun 2023 - 19:58

اټلانټا (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وایي، په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په بریدونو او چاودنو کې ۳۷۰۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوناما د ملکي تلفاتو په اړه دغه راپور سه شنبي (د غبرګولي ۶مه) خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې یاده مرګ‌ژوبله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ پورې اوښتي دي.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته پر «عبادت‌ځایونو» او «هزاره‌توکمو» باندې بریدونو کې زیاتوالی راغلی چې ډېره مرګ‌ژوبله په کې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د یوناما په راپور کې ویل شوي، دې ادارې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ د روان ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ پورې د مرګ‌ژوبلې ۳۷۷۴ پېښې ثبت کړې چې درې پر څلورمه برخه یې په عبادت‌‎ځایونو، ښوونځیو او مارکېټونو کې د چاودنو له امله دي.

په راپور کې راغلي، په دې موده کې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، ډېری ملکي تلفات د داعش ډلې بریدونو له کبله دي؛ په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اکثریت بریدونو مسوولیت د داعش ډلې منلي دی.

د یوناما د بشري حقونو څانګې مشرې فیونا فریزر ویلي: «پر ملکیانو او ملکي اهدافو باندې دا بریدونه د غندنې وړ دي او باید ودرول شي.»

یوناما په دغه راپور کې سپارښتنه کوي چې واکمن چارواکي دې پر عبادت‌ځایونو، تعلیمي ادارو او هزاره‌ګانو باندې د بریدونو د مخنیوي په موخه د ځانګړو خطرونو په پام کې نیولو سره محافظتي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې ویلي، په افغانستان کې له روان بشري ناورین سره سره دوامداره بریدونه روان دي.

مېرمن فریزر زیاته کړې: «ان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې مخکې یې د وسله‌والې جګړې او تاوتریخوالي قربانیانو ته د اړینو طبي، مالي او رواني مرستو ترلاسه کولو هڅې کولې، د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته اوس لا سخته شوې؛ ځکه چې د حیاتي خدماتو لپاره د بسپنه ورکوونکو تمویل کم شوی دی.»

خو یوناما دا خبره هم کړې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د نورو تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې ملکي تلفات د پام وړ کم شوي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه راپور ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه رد کړي دي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو  ورځې مخکې د داعش ډلې ګواښونو زیاتېدو او په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌‍والو د شتون په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د سرمفتش دفتر «سیګار» راپور د طالبانو پر ضد «پروپاګند» بللی و.

هغه داعش یوه «استخباراتي پروژه» بللې وه او ویلي یې وو چې دا ډله سخته ځپل شوې او اوس نوره په ختمېدو ده.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version