ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نصیب خان: پلان لرو د کرکټ ملي لوبغاړي تر نړۍوال جامه په لیګونو کې له لوبېدو راوګرځوو

نصیب خان: پلان لرو د کرکټ ملي لوبغاړي تر نړۍوال جامه په لیګونو کې له لوبېدو راوګرځوو

author avatar
27 Jun 2023 - 16:18
نصیب خان: پلان لرو د کرکټ ملي لوبغاړي تر نړۍوال جامه په لیګونو کې له لوبېدو راوګرځوو
author avatar
27 Jun 2023 - 16:18

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وايي، پر داسې یوه پلان کار کوي چې له مخې یې د ملي لوبډلې لوبغاړي تر نړۍوال جام پورې په لیګونو کې له لوبېدو راوګرځوي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل: «که څه هم ليګونه د افغان لوبغاړو لپاره له لاسته راوړنو ډک دي، خو بيا هم په نورو ليګونو کې د لوبغاړو لوبېدو لپاره کرکټ بورډ پر يوه پلان کار کوي چې سږ کال به تر نړۍوال جام پورې افغان لوبغاړو ته په ليګونو کې د لوبېدو اجازه ورنه کړي.»

هغه دغه راز هېواد ته د ملي لوبغاړو د راتګ په اړه وویل، له راشد خان پرته نور ټول لوبغاړي هېواد ته تګ راتګ کوي خو زیاتوي، د راشدخان راوستلو لپاره یې هم هڅې روانې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د هېواد کرکټ بورډ له راشد خان سره په سريکلانکا کې په همدې اړه خبرې کړې خو هغه د ډېرو مصروفيتونو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی هېواد ته راشي.

نصیب خان دغه راز وویل، دوی د کرکټ د پراختيا لپاره هڅې روانې کړې او په دې تړاو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم څه موده مخکې د کرکټ نړۍوالې شورا له مسوولینو سره کتلي دي.

هغه زیاته کړه، د کورني کرکټ ودې او پراختیا لپاره يې هم هڅې پيل کړې او په وینا يې، په دې برخه کې يې ډېر کارونه کړي دي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وویل: «د ملي لوبغاړو راوستل، د ايمرجنګ او زرغون جام سيالیو ترسره کول چې له مخې به يې له يوې خوا د کورني کرکټرانو د روزنې معيار لوړ شي او بل  به د ملي لوبغاړو له تجربو يو څه زده کړای شي.»

هغه زياته کړه، د دې برخې لپاره يې څو نور پاکستاني او هندي روزونکي هم راوستلي او اوسمهال د هېواد دننه د لوبغاړو په روزنه بوخت دي.

دغه راز د هغه په خبره، له تېر نظامه د پاتې نیمګړو پروژو چارې یې هم پیل کړې چې د ځينو کارونه بشپړ شوي او ځینې نورې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

نوموړي ملي ټيم ته د روزونکي په توګه د حميد حسن راتګ په اړه وویل: «راتلل يې ښه ثابت شوي؛ ځکه هغه تېز توپ‌اچوونکي لوبغاړي چې له دې مخکې ممکن د روزنې لپاره هند او پاکستان ته تللي وای، اوس غواړي همدلته پاتې شي او له نوموړي سره کار وکړي.»

نصب‌خان زیاته کړه، دا ځل به نړۍوال جام ته يوازې د ګډون لپاره نه، بلکې د لاسته راوړنې لپاره ورځي؛ د دې لپاره يې پلان جوړ کړی او هيله لري چې لوبډله ښې لوبې وکړي.

هغه وویل، کرکټ بورډ هیڅ ډول اقتصادي ستونزه نه لري؛ د کرکټ نړۍوالې شورا د دوی فعالیتونو ته په کتو خپله بودجه درې برابره لوړه کړه او تمه شته دغه بودجه نوره هم ډېره شي.

هغه وايي، په تېر کې چې کومې کمپنۍ د ملي لوبډلې ملاتړ کړی و، پیسې يې ځکه پاتې دي چې قرارداد په شفاهي ډول ورسره شوی و او دا قرارداد د يادې ادارې مخکني رييس کړی و چې هیڅوک په جريان کې نه وو.

هغه په وروستيو کې وويل چې دی د کرکټ له مینه‌والو ګيله نه لري، بلکې پر کرکټ بورډ نيوکې دوی ته انرژي ورکوي او دوی خپلو کارونو ته متوجه کوي.

Views: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.