ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

29 Jun 2023 - 19:15
29 Jun 2023 - 19:15

ګردېز (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتيا سيمه‌ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او يو ټپي دی.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس قاضي ثواب جان اسلام‌يار پژواک ته وويل: «د لوى اختر په لومړۍ شپه د څمکنيو ولسوالۍ د سليمان‌خېلو په سيمه کې دوو کورنيو شخړه کړې چې يو پلار او د هغه دوه زامن په کې وژل شوي او یو زوی یې ټپي دی.»

هغه وویل چې یاده پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده.

د اسلاميار په خبره، امنیتي کسان د پېښې سيمې ته رسېدلي او څېړنې روانې دي.

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version