ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلک: خلک باید د هوا له ککړتیا سره په مبارزه کې له حکومت سره همکار وي

29 Jun 2023 - 09:34
29 Jun 2023 - 09:34

هرات (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): په دې وروستیو کې د هېواد د لویو ښارونو په کچه د هوا ککړتیا یوه له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي چې د هرات یو شمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د هوا د ککړتیا د سرچینو د لازم کنټرول له نشتوالي شکایت کوي.

د هرات یوه اوسېدونکی سیدذکي سرفراز له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت هوا د تېرو کلونو په پرتله بدله او ډېره ککړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره چاپېریال ککړېږي او له خلکو او مسوولینو غواړي څو په ګډه د چاپېریال له ککړتیا څخه په مخنیوي کې هڅه وکړي.

د هرات یوه بل اوسېدونکي سبحان‌الله هم په دغه ولایت کې د چاپيریال د ککړتیا ستونزې په اړه وویل، د حمامونو دود، د خرابو موټرونو تګ راتګ او د بې‌کیفیته سون‌توکو شتون د هوا د ککړتیا او په ښاریانو کې د تنفسي ناروغیو لاملونه دي.

هغه هم له خلکو او حکومته غواړي چې د هوا د ککړېدو مخنیوي په مبارزه کې باید لاس په لاس شي، څو یو پاک چاپېریال رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړه چې د خلکو ترڅنګ، دا د حکومت دنده ده چې په دې برخه کې د یوې منظمې طرحې او پلان له مخې د دې ستونزې لاملونه کنټرول او وڅېړي.

په ورته مهال، د هرات د چاپېریال ساتنې برخې فعالان هم په دې باور دي چې اوسمهال چاپېریال په ښه حالت کې نه دی او که همداسې دوام ومومي نو امکان شته چې ښاریان له ډېرو خطرونو سره مخ شي.

د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې فعال او د پوهنتون استاد علي‌احمد محمدي وایي، که دولت د ځنګلونو د بې‌دریغه وهلو، د ځمکې لاندې اوبو بې‌دریغه کارولو، د بې‌کیفیته تېلو له وارداتو، د حمامونو فعالیت او د خښتو له بټیو -چې په هرات کې له غیرمعیاري سون‌توکو څخه کار اخلي- د مخنیوي لپاره اغېزناک پروګرام پیل نه کړي نو هوا به لا ډېره ککړه شي.

هغه زیاته کړه، په هرات کې د ځمکې لاندې اوبو او هوا ککړتیا د مخنیوي په اړه د ښاریانو د پوهاوي کچې لوړولو ته جدي اړتیا ده او مسوولین باید په دې برخه کې لاس په کار شي.

دغه‌راز، د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست د خښتو بټیو او حمامونو د شمېر له شریکولو پرته ادعا کوي چې په تېرو څو میاشتو کې د څو خښتو بټۍ او حمامونو فعالیتونو په ځنډولو سره یې په هرات ښار کې تر ۴۰ سلنه د هوا د ککړتیا مخنیوی کړی دی.

که څه هم د هرات د چاپېریال ساتنې اداره د هوا ککړتیا کچې معلومولو لپاره پوره اسانتیاوې نه لري،  خو د دغې ادارې مسوولین د هرات د هوا ککړتیا کچې راټیټېدو لامل د خښتو بټیو، حمامونو او صنعتي مرکزونو د فعالیت مخنیوی بولي.

د هرات د چاپېریال ساتنې رییس حضرت علي ابدالي د یاد مطلب پر څرګندولو سربېره وايي، په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو ککړتيا، د ځنګلونو پرې کول او د دود کوونکو موټرو ګرځېدل د چاپېریال ساتنې برخه کې نور ګواښونه او اندېښنې دي.

ابدالي ټینګار کوي چې د هوا د تودوخې درجې له لوړېدو سره د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د چاپېریال ساتنې ادارې د څارنې ټیمونه په منظم ډول د ښار منځ او صنعتي مرکزونو له فعالیتونو څارنه کوي.

د چاپېریال ساتنې ریاست د هرات له ښاریانو او صنعتي شرکتونو غوښتنه کوي چې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې له ټولنې سره همکاري وکړي، څو په دغه کار سره د دوی مبازره ښې پایلي ولري.

د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې د ښار په منځ او شاوخوا کې د حمامونو او خښتو بتیو فعالیت زیاتوالی او همداراز په نقلیه وسایطو کې د بې‌کیفیتو تېلو کارول، پر چاپېریال د اندېښې وړ اغېزې کړې دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version