ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د اختر ورځو ترافيکي پېښو کې دوه کسان مړه او ١٦٨ نور ټپيان شوي

1 Jul 2023 - 14:14
1 Jul 2023 - 14:14

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د تېر لوى اختر په درېیو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۶۸ نور ټپيان شوي دي.

دوى وايي، یاد شمېر ټپيان د جلال‌اباد حوزوي روغتون، فاطمه الزهرا ولايتي روغتون او د ولسواليو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي د چنګاښ په ۱۰ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د لوی اختر په درېيو ورځو کې په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ ټپیان د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي، بي‌بي فاطمة الزهرا ولایتي او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو ته انتقال شوي دي.

هغه زياته کړه، د‌ ټپيانو له ډلې دوه يې د ژورو ټپونو له امله مړه شوي، خو يو شمېر نور بيا تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د روغتيا رياست وياند‌ وايي، په ټپيانو کې ډېری يې تنکي ځوانان دي چې د بې‌احتياطۍ له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.

بلخوا، د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې د اختر په ورځو کې ترافيکي پېښې د ګړندي تګ له امله رامنځته کيږي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي نجيب‌الله پژواک ته وويل، د اختر ورځو کې ځوانان په ډېرې بې‌غورۍ موټرونه ګړندي چلوي چې له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته کيږي.

هغه د کورنيو له مشرانو او اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه چې له لایسنس پرته چاته د موټر چلولو اجازه ورنه کړي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو درېيو مياشتو کې په ټول افغانستان کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله شاوخوا ١٦٠٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version