ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران پوله‌ساتونکو پنځه افغانان وژلي

2 Jul 2023 - 17:34
2 Jul 2023 - 17:34

زرنج (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وایي، پنځه افغان ځوانان چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي، له افغانستان سره پر پوله د ایراني پوله‌ساتو له خوا پر ډزو وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سرحد د څلورم کنډک مسوول محمدابراهیم هېواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه یو شمېر ځوانانو چې غوښتل یې په قاچاقي ډول له پولې تېر شي او ایران ته لاړ شي، د ایراني پوله‌ساتو له لوري پرې ډزې شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.»

هېواد زیاته کړه چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د چهاربرجک ولسوالۍ پولې ته څېرمه د زرنج ښار د عبدالحميد کلي اړوند سیمه کې شوې ده.

د هغه په وینا، د وژل شوو مړي د زرنج روغتون ته لیږدول شوي او د د ټپي شوي روغتیايي وضعیت نسبي ښه دی او تر درملنې لاندې دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version