ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: د نورستان د پتیګل ځنګله اورلګېدنه په بشپړ ډول مهار شوې ده

2 Jul 2023 - 17:12
2 Jul 2023 - 17:12

پارون (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د نورستان ځایي چارواکي د دغه ولایت د کامدېش د پتيګل ځنګله کې د لګېدلي اور مهارولو خبر ورکوي خو د سیمې یو شمېر خلک وایي، د بیا اور لګېدو ګواښ شته.

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  د کرنيز ترويج امر محمدحنيف افغان پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې په تېره اونۍ کې د کامدېش په پتيګل سيمه کې د نښترو په يوه ځنګله کې اور لګېدلى و چې په خبره یې، د ياد رياست مسوولينو له ځايي خلکو سره يو ځاى د اور مهارولو لپاره اقدام وکړ او په بشړ ډول یې مړ کړی دی .

د افغان په وينا، د نورستان ولايتي ادارې د مسوولينو پر وخت اقدام د دې لامل شو چې اور مهار کړي او د نور ځنګله سوځېدو مخه ونيسي.

دی زیاتوي، د دغه اور لګېدو لامل بشپړ څرګند نه دى خو له امله يې نږدې درې هکتاره ځنګل چې ډېره برخه یې يې د نښترو او لمنځو ونې وې، له منځه تللی دی .

د هغه په خبره، هغو خلکو چې د دغه اور په مهارولو کې يې مرسته کړې ده، د حکومت له خوا ورته مکافات په نظر کې نيول شوي چې ډېر ژر به ورکړل شي.

بل لور ته د پتيګل سيمې اوسېدونکى شهاب‌الدين وايي، که څه هم ياد اور د اوس لپاره کنټرول شوى خو په بشپړ ډول له منځه نه دى تللى، مسوولين یې باید په اړه بې پروايي ونه کړي .

د هغه په خبره، د ځنګله اور تر ډېره تر خاورو لاندې ژوندى پاتې کېږي او له باد سره بېرته تازه کېږي نو بايد ياد خطر ته يې پاملرنه وشي .

تېر کال هم د نورستان په مرکزي او غربي درو کې سخت اورونه ولګېدل چې د مسوولینو په خبره، نږدې شل هکتاره ځنګل يې وسوځاوه .

پتيګل د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه غرنۍ سيمه ده چې ګڼ ځنګلونه لري او له غرنيو لارو يې ګاونډ چترال ته هم په قاچاقي ډول تګ راتګ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کونړ پېچ درې ولسوالۍ اړوند ځنګلونو کې هم اور لګېدلی و چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې، د دې اورلګېدنې له امله لسګونه جریب ځنګلونه سوځېدلي دي.

 

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version