Pajhwok Afghan News

د لغمان په الیشنګ کې ۲۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

مهترلام (پژواک، ١٣ چنګاښ ۱۴۰۲): د لغمان حکومتي مسوولين وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ د ٤٥٠ ميليون افغانيو په لګښت يو شمېر پروژې پيل شوې چې په ترڅ کې يې ٢٤ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د لغمان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي زرکمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې په اليشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د يونپس (UNOPS) ادارې د ٤٥٠ ميليون افغانيو مالي ملاتړ د پنځو پراختيايي پروژو چارې پيل شوې.

هغه وايي، په دې پروژو کې د ٢٠٠ کيلومتره نوي سړک جوړول، د ٤٠٠ کيلومتره سړکونو ترميم، د ٣٠ کيلومتره استنادي دېوالونو جوړول، د ١٢٠٠ کيلومتره کانالونو پاکول او له ١٦٣٠ بې سرپرستو کورنيو سره هره مياشت د لس – لس زره افغانيو وېش شامل دي.

هغه زياته کړه چې په دغو پروژو کې ٢٤ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

په ورته وخت کې خلک هم د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښ دي.

د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د اسلام‌اباد کلي ملک پاینده‌محمد مرزاخېل پژواک ته وويل چې د يادو پروژو په پيل سره د دوى د کلي درې سوه ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه وويل، حکومت بايد ورته نورې پروژې هم پيل کړي څو ځوانانو ته د يوې اوږدې مودې لپاره د کار چانس برابر شي.

دغه راز د کوټالۍ کلي اوسېدونکي راهب‌الله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې د کانال پاکولو چارې پيل شوې دي.

هغه وايي: «زما په شمول سل ځوانان د دغه کانال په پاکولو کې کار کوي، د ورځې هر کاريګر ته ٤٥٠ افغانۍ ورکوي، ډېر ورته خوشحاله يو.»

د لغمان د کليو پراختيا رياست معلوماتو له مخې، اليشنګ ولسوالۍ ١٥٨ کليوالي شوراګانې لري چې دغو پروژو ته له هرې شورا ١٥١ ځوانان د کار په موخه ورپېژندل شوي دي.

Views: 160

Exit mobile version