ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې یوې ناوې ځان‌وژنه کړې ده

4 Jul 2023 - 17:31
4 Jul 2023 - 17:31

سرپل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د سرپل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې نوې واده شوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري وایي، تېره ورځ د دغه ولایت سانچارک ولسوالۍ په زنجان کلي کې یوې ۱۹ کلنې ښځې د ټوپک په ډز ځان وژلی دی.

هغه زیاته کړه: «د پولیسو څېړنې ښیي چې دغه ښځه څلوېښت ورځې مخکې د زوم له حضور پرته واده شوې وه، دا چې زوم هم د واده په مراسمو کې حضور نه درلود او د واده یې هم ۴۰ ورځې تېرې شوې وې، عقده‌یي شوې او ځان‌وژنه یې کړې ده.»

د نوموړي په خبره، د دې ښځې خاوند د کار لپاره ایران ته تللی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version