ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک او د تفریحي پارکونو مسوولین: ښځو ته دې پارکونو ته د تلو اجازه ورکړل شي

یو شمېر خلک او د تفریحي پارکونو مسوولین: ښځو ته دې پارکونو ته د تلو اجازه ورکړل شي

author avatar
5 Jul 2023 - 18:04
یو شمېر خلک او د تفریحي پارکونو مسوولین: ښځو ته دې پارکونو ته د تلو اجازه ورکړل شي
author avatar
5 Jul 2023 - 18:04

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر خلک او د تفریحي ځایونو مسوولین له اسلامي امارته غواړي چې نجونو او ښځو ته دې د شریعت په چوکاټ او اسلامي حجاب په رعایتولو سره تفریحي ځایونو ته د تلو اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، سرپرست حکومت په اونۍ کې درې ورځې تفریحي ځایونو ته د تلو لپاره ښځو ته ځانګړې کړې وې، خو وروسته د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې دغو پارکونو ته د ښځو پر تګ بشپړ بندیز ولګېد.

هغه مهال د امر بالمعروف وزارت ویلي وو، دا پرېکړه ځکه شوې چې په پارکونو کې د ښځو له خوا اسلامي احکام نه راعایتېدل.

دغه راز، اوس یو شمېر خلک او د تفریحي پارکونو مسوولین له سرپرست حکومته غواړي څو ښځو ته تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه ورکړي.

سید حامد قریشي چې له خپلو ملګرو سره د قرغې بند ته راغلی و، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، د دغه ځای پاکې هوا دی او ملګري یې دلته راوستل، څو ستړیا یې رفع شي.

هغه چې له خپلو همکارانو سره د قرغې بند ته راغلی، د دې په ویلو سره چې تفریح د هر انسان اړتیا ده، زیاته کړه، ښځې ډېر وخت په کور کې وي، هغوی هم انسانان دي او د نارینه وو په شان حقوق لري.

هغه له اسلامي امارته وغوښتل څو د شریعت په چوکاټ او د اسلامي حجاب په رعایت سره تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه ورکړي.

نیلوفر چې د قرغې بند ته راغلې وايي، د دې لپاره چې زړه یې تنګ و، له خپلو ملګرو سره قرغې ته راغلې، خو دوی ته اجازه ورنه کړل شوه چې دننه ولاړې شي.

هغې په ​​خواشینۍ سره زیاته کړه، ښځو ته هیڅ حق نه ورکول کېږي، لومړی ښوونځي ته او اوس پارکونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

نیلوفر هم له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته ښوونځیو، پوهنتونو او دغه راز تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه ورکړي.

ورته مهال، د تفریحي ځایونو یو شمېر مسوولین هم وایي چې تفریحي ځایونو ته د ښځو په بندېدو سره د هغوی مشتریان په ځانګړې توګه کورنۍ ډېرې کمې شوې او له حکومته غواړي څو ښځو ته هم تفریحي ځایونو ته د تلو اجازه ورکړي.

بابر بڼ په کابل کې یو له تفریحي ځایونو دی، ډېر خلک د وخت تېرولو لپاره هلته ورځي؛ د مسوولینو په خبره، دا بڼ ۵۰۰ کاله مخينه لري.

د بابر بڼ د بڼوالۍ مدیر انجنیر عبدالقدیر ظفري وایي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د څه وخت لپاره کورنیو لپاره ورځې ځانګړې شوې وې خو له نږدې یوه کال راهيسې دغه ځای ته د ورتلو اجازه نه لري.

د هغه په وینا، پخوا دغه بڼ نږدې ۳۰۰۰ سیلانیان درلودل خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره او پر ښځو له بندیز سره دغه شمېر د ورځې ۳۰۰ تر ۵۰۰ سیلانیانو ته راټټ شوی دی.

هغه له سرپرست حکومته وغوښتل څو کورنیو او ښځو ته له اسلامي احکامو او اصولو سره تفریحي ځایونو ته د ورتلو اجازه ورکړي څو له زرغون چاپېریاله خوند واخلي.

د سپوږمۍ او د قرغې‌بند هوټل مسوول طلامحمد وایي، هغوی ښځو او کورنیو ته بېل ځایونه په پام کې لري.

ورته مهال، د یادو تفریحي ځایونو یو شمېر اوسېدونکي د تفریحي ځایونو شتون اړتیا بولي او له خلکو غواړي څو د یادو ځایونو پاکوالي ته پام ولري.

فهیم چې له فاریابه کابل ته راغلی وایي، بابر بڼ لومړنۍ تفریحي ځای دی چې ورغلی؛ هغه د یاد ځای له سمسور چاپېریاله په ستاینې له خلکو وغوښتل څو تفریحي ځایونو کې پاکوالي ته پام وکړي.

صفت‌الله چې له زابله بابر بڼ ته راغلی، له خلکو او دغه راز اسلامي امارته یې وغوښتل څو د تفریحي ځایونو ساتنې او مراقبت برخه کې ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه په وینا یې، د نظافت مراعاتول د یوې ټولنې عالي فرهنګ په ګوته کوي.

په دې اړه مو وغوښتل د امر بالمعروف نظر واخلو، خو بریالي نه شوو.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.