ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې کروندګر وايي، سږ کال یې د غنمو حاصل ښه و خو بازار نه لري

8 Jul 2023 - 13:48
8 Jul 2023 - 13:48

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال يې د غنمو حاصلات ښه شوي خو بيه يې ټيټه ده او نه شي کولی شوی لګښت پوره کړي.

هغو دغه راز له حکومته غواړي چې د دوی حاصلاتو ته مناسب بازار پيدا کړي.

خو د کرنې مسوولین وايي، په ډېرو سیمو کې يې کروندګرو ته کیمیاوي سره او اصلاح شوی تخم ورکړي او دا لړۍ به روانه ساتي.

د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه شمال ته د مختار سیمې اوسېدونکي او کروندګر حاجي محمدنادر پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال د غنمو حاصلات ښه وو خو بیه يې ډېره ټیټه ده، موږ خپل لګښتونه نه شو پوره کولای.»

دی وايي، که حکومت د کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخم مرسته وکړي نو هم به د غنمو په حاصلاتو کې نور زیاتوالی راشي او هم به یې لګښتونه کم شي.

هغه زیاته کړه: «پنځه میاشتې مخکې په بازار کې ۴۵ کیلوګرامه توره ډي پي سره په ۲۲ زره پاکستانۍ کلدارو وه، ځکه د غنمو پر کښت ډېر لګښت راغلی دی.»

د لښکرګاه ښار شمالي سیمې یوه اوسېدونکي ګل‌احمد پژواک ته وویل: «که د کرنې ریاست له خوا خلکو ته مسلکي روزنه ورکړل شي، د کيمیاوي سرې او اصلاح شوي تخم په برخه کې ورسره مرسته وشي، نو د کروندګرو اقتصاد به ښه شي.»

د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ د پنځم بلاک اوسېدونکی حاجي سردارولي وايي، سږ کال خلکو یوازې غنم کرلي وو نو ځکه په بازار کې ډېر شوي او بیه یې ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «اوس مو پر خپلو ځمکو جوار او ماش کرلي او د کرنې له ریاسته هیله کوو چې مرسته راسره وکړي.

بلخوا بیا د هلمند د کرنې ریاست د ترویج عمومي امریت مرستیال عبدالقهار الفت د کروندګرو ستونزې مني او ورسره د مرستې ژمنه کوي.

هغه زیاته کړه، کرنې ریاست د ځينو موسسو په مرسته د هلمند په مرکز او ځينو ولسوالیو کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورکړي دي.

دی وايي: «د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کې مو له ۴۰۰ کروندګرو سره مرسته کړې، هر کروندګر ته مو د جوارو او سبزیجاتو تخمونه او ۴۵ کیلوګرامه توره سره ورکړي او دا لړۍ روانه ده.»

د یادونې ده، په هېواد کې له نږدې دوو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو کرکیله، پېر او پلور بند شوي او خلکو د کوکنارو پر ځای د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version