ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې لومړنی تعلیمي نظامي مرکز جوړ شو

9 Jul 2023 - 18:15
9 Jul 2023 - 18:15

 فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د بدخشان نظامي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ۲۱۹ عمر ثالث فرقه کې د ۵۰۰ کسانو د جذب په ظرفیت لومړنی تعلیمي نظامي مرکز جوړ شو او رسماً یې فعالیت پیل کړ.

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې قوماندان ملا حافظ مجاهد د دغه مرکز د پرانیستې مراسمو کې وویل چې د یاد مرکز د جوړېدو موخه د نظامي ځواکونو د مسلکي، تخنیکي او محاربوي مهارتونو لوړول دي.

هغه زیاته کړه: «له دغه مرکزه باید ټولنې ته پوه، بیدار او قوي مجاهدین وړاندې شي.»

هغه د دغه مرکز له ځواکونو وغوښتل چې له دې روزنیزې دورې سمه او ښه استفاده وکړي، پیاوړې او منظمه اسلامي اردو دې جوړه کړي څو و کولای شي په ښه توګه د هېواد له پولو ساتنه وکړي.

 د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د تعلیمي مرکز سرپرست قدرت‌الله کریمي وویل، په دغه مرکز کې به د اسلامي امارت ځواکونه د درېیو میاشتو لپاره د جي‌پي‌اس، چک پاینټ، ښوونې او روزنې، سواد زده کړو، مسلکي تخنیکونو، موټرچلولو، د سپکو او درنو وسلو کارولو او داسې نورو برخو کې روزنه وویني.

د یاد مرکز یوه سرتیري محمدحلیم ابراهیمي وویل: «دغه مرکز کې یې له زده‌کړو موخه د اسلامي اردو پیاوړتیا ده څو په ټولو برخو کې یوه منظمه او قوي اردو چې وکولای شي د پردیو د بریدونو پروړاندې د هېواد له پولو په ښه توګه ساتنه وکړي، جوړه کړو.»

 

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version