Pajhwok Afghan News

د غزني په ده‌یک کې یو ځوان په شخصي لګښت د خپلې سیمې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې یوه ځوان هوډ کړی چې د خپلې سیمې جن‌اباد لومړني ښوونځي لپاره په خپل مټ او شخصي لګښت ودانۍ جوړه کړي.

یاد ۳۳ کلن ځوان قدرت‌الله ملنګ وايي، دغه لومړنی ښوونځی په ۱۳۹۸ کال کې د ده په هڅو رامنځته شو او اوس یې په خپله دوه جریب ځمکه کې د ودانۍ جوړولو لپاره لستوڼي رابډ وهلي دي.

ملنګ له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل: «څلور کاله مخکې له خپل کلي غزني ښار ته تلم، د څو کلیو په منځ کې تېر شوم، هیڅ ښوونځی مې ونه لید چې ماشومان دې درس په کې وايي.»

هغه دغه راز زیاته کړه: «زموږ له کلي تر غزني ښاره د سیمې ماشومان چې مې لیدل، په ډېر بد حالت وو؛ په خاورو کې یې لوبي کولې، خړ مخونه یې نیولي وو، ځینو ان سپي جنګول او په عبسیاتو لګیا وو.»

ملنګ زیاتوي، له هماغې ورځې وروسته یې له ځان سره پرېکړه وکړه چې د غزني پوهنې له ریاسته به د خپلي سیمې لپاره د یوه لومړني ښوونځي منظوري اخلي، که څه هم په دغه جریان کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو خو بیا هم له خپله هوډه پر شا نه شو او د ښوونځي منظوري یې واخیسته.

هغه دغه راز وویل، د ښوونځي له رامنځته کېدو تر اوسه ماشومان تر خېمو او شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي، نو د دې لپاره چې د زده‌کوونکو د سرپناه ستونزه هم هواره شي، هوډ یې کړی دغه ښوونځي ته ودانۍ هم جوړه کړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ ښوونځی سرپناه او ودانۍ نه لري، د ودانۍ په جوړېدو سره به د سرپناه له اړخه د زده‌کوونکو ستونزه یو څه هواره شي او د نورو ستونزو د هواري لپاره به یې هم هڅه کوم.»

دغه ځوان زیاتوي: «دغه ښوونځي ته ځمکه هم ما خپله ورکړې، ودانۍ به یې په دوه جریب ځمکه کې په خامه ډول په یو پوړ کې جوړه شي، اووه درسي او اداري خونې به ولري، شاوخوا ۲۲۰ نجونې او ۴۲۰ هلکان زده‌کړې په کې کوي، دا چې څومره لګښت به پرې راشي او په څونه وخت کې به جوړه شي، نه پوهېږم.»

نوموړی وایي، د مرستې لپاره یې پر حکومت او خلکو څو ځلې غږ کړی خو تر اوسه یې چا په دې برخه کې لاسنیوی نه دی او زیاتوي موسسې هم ورځ تر بلې په کمېدو دي او تمه نه لري، مرسته دې ورسره وکړي.

ملنګ وویل: «زه خپله دې ته مجبور شوم چې د مالي لګښت کولو ترڅنګ پر ځان فشار راولم او ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړم.»

دغه راز هغه وویل، د اوبو نشتوالی، د احاطې دېوال، د درسي موادو نه شتون او د استادانو کمښت هغه ستونزې دي چې د دوی د سیمې یاد ښوونځی ورسره مخ دی او د پوهنې له ریاسته غواړي چې په دغو برخو کې مرسته ورسره وکړي.

د یادې ولسوالۍ یو بل ځوان بخت‌محمد عمران پژواک خبري اژانس ته وویل، د قدرت ملنګ د کلک هوډ له امله موږ هم دې ته مجبور شوو چې له نوموړي سره اوږه په اوږه ودرېږو او کار وکړو.

هغه د سیمې پر نورو ځوانانو هم غږ وکړ چې د ښوونځي ودانۍ په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي.

له بلې خوا بیا د غزني د پوهنې ریاست مسؤولینو د یادې سیمې له ځوانانو مننه وکړه چې خدمت کوي او د خپلې سیمې ماشومانو لپاره یې ښوونځی جوړوي.

د غزني پوهنې ریاست سرپرست میر سید نصیراحمد اغا له پژواک سره خبرو کې د دې ولسوالۍ له نورو خلکو هم وغوښتل چې جناباد سیمې ځوانانو په څېر دوی هم خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي .

هغه زیاتوي، د ده‌یک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ډېری ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري او د سرپناه نشتوالي ګڼ زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل چې د امکان تر بریده به په دې برخه کې خپله مرسته ونه سپموي.

د یادوني ده، په دې وروستیو کې که څه هم د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی خو بیا هم له لرو پرتو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښتونو د ښوونیزو مرکزونو جوړېدو راپورونه ډېر شوي دي.

Views: 1435

Exit mobile version