ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

غزني ښار (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د غزني د ده‌یک ولسوالۍ په ابراهیم‌زو سیمه کې د ځايي خلکو په شخصي لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.

د سیمې اوسېدونکو په خبره، له اوسنیو ستونزو د خلاصون یوازینۍ لاره د زده‌کړو ترسره کول دي، نو همدې ته په کتو په یاده سیمه کې یوه ښوونځي ته جدي اړتیا وه.

د سیمې خلک وايي، د یاد ښوونځي د بنسټ ډبره ۶ میاشتې مخکې اېښودل شوې وه او نن یې ودانۍ ګټې اخیستني ته وسپارل شوه.

یاده لېسه چې پر ۱۴ جریب ځمکه په پاخه او اساسی ډول، په یوه پوړ کې رغول شوې، ټولټال ۸ درسي او اداري خونې لري، ۱۶سوه ماشومان به زده‌کړې پکې کوي او پر رغولو یې شاوخوا شپږ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د عامو خلکو له لوري ورکړل شوی دی.

 د یادې سیمې خلک وايي، د ښوونځي رغولو لپاره کمه اندازه پیسې د ناروې موسسې له خوا هم ورکړل شوې او د جوړېدو چارې يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د ابراهیم‌زو سیمې یوه قومي مشر عثمان غني پژواک خبري اژانس ته وویل، «د شهید عبدالمتین لېسه» لېسې زده‌کوونکو تر دې وړاندې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې، د باران پر مهال به یې ښوونځی رخصت و او د ګرمۍ پر وخت به د ونو تر سیوري لاندې پر زده‌کړو بوخت وو.

د هغه په وینا، قوي هوډ یې کړی چې په سیمه کې به یې هیڅ ماشوم او ځوان له زده‌‌کړو نه پاتې کېږي او له دولت سره به یو ځای د پوهنې بهیر ته وده ورکوي.

نوموړی زياتوي: «په دغه ښوونځي کې د شاوخوا ۵۰ کليو ماشومان درس وايي، په زرګونو زده‌کونکي لري، پخوا يې هیڅ ډول اسانتیاوې نه درلودې، خو بیا هم شاګردان او استادان راتلل او تر شنه اسمان لاندې په ښوونه بوخت وو، خو اوس به د دغې سیمې ښوونځی د دوانۍ له اړخه ستونزې یو څه کمې شي، خو بسنه نه کوي.»

د هغه په خبره، په یاده سیمه کې پنځوس کلي اوسېږي چې ماشومان او زده‌کونکي یې له دې وړاندي د لرو سیمو ښوونځيو ته تلل، اوس به د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د یادې سیمې د زده‌کوونکو پر وړاندې پنځوس سلنه ستونزې هوارې شي.

د یادې لېسې یوه زده‌کوونکي محمدحنیف له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، ښوونځي ته په تللو کې یې ګڼې ستونزې ګاللې، هره ورځ یې ۵ کیلومټره لاره له یوې خوا وهله.

هغه وايي، زده‌کړيیز چاپېریال یې دې ته برابر نه و چې په ډاډه زړه زده‌کړې وکړي، خو اوس به د یاد ښوونځي په جوړېدو سره تر ډېره ستونزې حل شي.

ترڅنګ یې د شهید عبدالمتین لېسې مدیر احسان‌الله شېرزوی پژواک ته وویل، پخوا تر دې د دوی ښوونځي سرپناه او ودانۍ نه لرله، خو اوس د ودانۍ په جوړېدو سره یې ستونزه یو څه حل شوه خو په نورو برخو کې لا هم ډېرې ستونزې لري.

د هغه په خبره، اوس هم په دغه ښوونځي کې اوبه نشته، درسي لوازم نه لري او استادان کم دي.

نوموړی وايي، یادې ستونزې يې په وار وار له پوهنې ریاست سره شریکې کړې، خو تر اوسه حل شوې نه دي.

له بلې خوا، د ده‌یک ولسوالۍ مسوولینو بیا د یادې سیمې له خلکو مننه وکړه چې د پوهنې په برخه کې یې اقدام کړی دی.

د ده‌یک ولسوال مولوي عبدالله احسان له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دغې ولسوالۍ له نورو ولسونو هم غوښتنه وکړه چې د ابراهیم‌زو سیمې د خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زده‌کړو په برخه کې زمينه برابره کړي .

هغه زیاتوي، د ده‌یک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ډېری ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري چې له امله یې زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې که څه هم د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی، خو په لرو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت د ښوونیزو مرکزونو د جوړېدو راپورونه ډېر شوي دي.

همدا څه وخت مخکې هم د غزني په مرکز او د جغتو ولسوالۍ په ترګان درې سیمه کې د ځايي خلکو له خوا په شخصي لګښت د ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.