ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې ریاست: سرپل کې د انګورو حاصلات څه باندې ۴۰ سلنه کم شوي

10 Jul 2023 - 18:20
آرشیف
10 Jul 2023 - 18:20

سرپل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د سرپل د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په کچه د انګورو په حاصلاتو کې ۴۴ سلنه کموالی راغلی دی.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالقادر وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د یاد ولایت د انګورو حاصلات ۴۴ سلنه کم شوي چې د تېر کال سړه هوا وه چې ډېر باغونه یې ووهل.

نوموړي وویل: «تېر کال سرپل کې ۱۲۳۷۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي وو، خو سږ کال د دغو انګورو حاصلات ۷۰۰۰۰ مټریک ټنه اټکل شوي چې دا ۴۴ سلنه کموالی ښیي.»

د سرپل د کرنې رییس وویل، له بده مرغه د انګورو حاصلاتو له کمېدو سره بڼوال هم له ډېرو زیانونو سره مخ شوي او یاد ریاست دغه موضوع د کرنې له وزارت سره شریکه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version