ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کویټ حکومت په سویډني ژباړه د قران‌کریم سل زره نسخې چاپوي

11 Jul 2023 - 21:11
11 Jul 2023 - 21:11

اټلانټا (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د کویټ حکومت کابینې قران‌کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې په سویډني ژباړه د قران‌کریم سل زره نسخو چاپولو او په سویډن کې د وېشلو اعلان کړی دی.

د تېر لوی اختر په لومړۍ ورځ د سوېډن پلازمېنې سټاکهولم اړوند د یوه جومات مخې ته یوه کس د قران‌کریم یوه نسخه وسوځوله چې د ټولې نړۍ مسلمانانو غبرګونونه یې راپارولي دي.

د کویټ دولتي اژانس (کونا) د چنګاښ په ۲۰مه خبر ورکړی چې د کابینې د سه شنبې ورځې په غونډه کې لومړي وزیر احمدنواف  الصباح اړوندو ادارو ته امر وکړ چې په سویډنۍ ژباړه سل زره جلده قران‌کریمونه چاپ کړي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه قران‌کریمونه به د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ او همغږۍ په سوېډن کې پر خلکو وېشل کېږي.

په دې اړه د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي: «له دغه کاره موخه دا ده څو په سویډن کې خلک د قران‌کریم او اسلام په اړه دقیق او اول لاس معلومات ترلاسه کړي.»

سرچینې زیاته کړې چې اسلام د سولې او مرحمت دین او د خلکو ترمنځ په ګډه د ژوند کولو تلقین کوي.

دا په داسې حال کې ده، د افغانستان سرپرست حکومت په هېواد کې د سویډن د هر ډول فعالیتونو بندولو پرېکړه کړې ده.

د یادونې ده، د سویډن کمېټه په افغانستان کې د سلګونو ښوونځیو او روغتیايي کلینیکونو لګښتونه ورکوي او د دې ترڅنګ د معیوبینو او معلولینو لپاره هم ځانګړې پروګرامونه لري.

Views: 442

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version