ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپین‌زر دولتي شرکت د روان کال څلورو میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې ده

11 Jul 2023 - 18:21
11 Jul 2023 - 18:21

 کندوز (پژواک، ۲۰ چنکاښ ۱۴۰۲): د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د روان په څلورو میاشتو کې د کندوز په سپین‌زر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبه‌دانه پروسس شوې چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.

د دغه شرکت مسوولین وایي، تولید شوي محلوج یا پنبه به د هېواد نورو تولیدي شرکتونو لکه د پلخمري نساجي، د بغلان بورې او افغان نساجي فابریکو په بیا فعالېدو کې وکارول شي.

د سپین‌زر دولتي شرکت د تخنیکي او تولیدي چارو امر محمدهارون محمدي وایي، په ۱۴۰۱ کال یې ۱۳۰۰ مټریک ټنه پنبه‌دانه پېرلې چې له ډلې یې زر مټریک ټنه پروسس شوې ده.

د هغه په خبره، له دې پنبه‌دانې نږدې ۴۰۰ مټریک ټنه محلوج ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version