Pajhwok Afghan News

پوهنې وزارت: د نوي ښوونیز نصاب په اړه خپاره شوي انځورونه بې‌بنسټه دي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، هغه انځورونه بې‌بنسته دي چې په ټولنیزو پاڼو کې د نوي تعلیمي نصاب په اړه لاس په لاس کېږي.

له څو ورځو راهیسې یو شمېر کسان پر ټولنیزو پاڼو ځیني انځورونه خپروي او وایي چې د پوهنې وزارت د نوي ښوونیز نصاب اړوند دي.

په دغو انځورونو کې د اسلامي امارت د ځینو مشرانو انځورونه او د هغوی پېژندګلوۍ په اړه معلومات تر سترګو کېږي چې ګواکې د تعلمي نصاب برخه ده.

پوهنې وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: «د پوهنې وزارت دا ډول بې‌ځایه اوازې په کلکه ردوي او بې‌بنسڼته یې بولي.»

دغه وزارت لیکلي، ځیني کسان دا انځورونه د ځان‌ښودنې او د نورو د فکرونو خرابولو لپاره کښته او پورته کوي.

Views: 424

Exit mobile version