ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد وتلی شاعر ، لیکوال او څېړونکی واصف باختري ومړ

21 Jul 2023 - 02:38
21 Jul 2023 - 02:38

اټلانټا (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان وتلی شاعر، لیکوال او څېړونکی واصف باختري د ۸۱ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ.

د واصف باختري لور منیژې باختري د چنګاښ په ۲۹مه په فېسبوک کې لیکلې، پلار یې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ وکوچېد.

هغې دغه راز لیکلي: «استاد واصف باختري زموږ پلار، زموږ پیر او دانا، زموږ روح او ځان تېره شپه له ابدیت سره یو ځای شو… د هغه ژوند دومره ستر او یاد یې دومره ځلانده دی چې مرګ به یې تر ننه او تر تله پوروړی وي.»

واصف باختري له شعري ټولګو نیولې تر ادبي څېړنو، لیکنو او ژباړو پورې په دري ژبه تر ۲۰ ډېر اثار لیکلي چې ځیني یې په نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.

د واصف باختري لنډ ژوندلیک

د امریکا غږ د خبر له مخې، باختري په ١٣٢١ لمريز کال د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې زيږېدلى و، په ١٣٤٥ کال کې له ښوونځي تر فراغت وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي یې د ليسانس سند ترلاسه کړ او د پوهنې وزارت د تالیف او ژباړې څانګې په دري برخه کې یې دنده پيل کړه.

باختري په ١٣٥٣ لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو لپاره امريکا ته ولاړ او د کولمبيا له پوهنتونه يې د ماسټري سند ترلاسه کړ او په ١٣٥٧ کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو او د پوهنې په وزارت کې يې دندې ته دوام ورکړ.

نوموړي په يو شمېر افغاني رسنيو کې د مسوول مدير او اډېټر په توګه هم کار کړى او د يو شمېر بنسټونو او فرهنګي مرکزونو غړى هم پاتې شوى و.

په افغانستان کې د ثور اوومې له انقلاب وروسته باختري د ۱۳۵۷ کال د تلې له میاشتې څخه د ۱۳۵۸ کال تر مرغومي پورې زنداني شو.

واصف باختري له ١٣٧٥ کال څخه تر ١٣٨٠ کال پورې په پاکستان کې اوسېده خو له ١٣٨٠ کال راهيسې یې د امريکا په کليفورنيا ايالت کې ژوند کاوه.

Views: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version