Pajhwok Afghan News

مولوي یعقوب: په اوسنیو شرایطو کې نوي حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته

اټلانټا (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټول ګډون حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.

نوموړي دا څرګندونې د سعودي عربستان له العربیه ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون خپره شوې ده، کړې دي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټول ګډون حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.

مولوي یعقوب د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، امارت د دې روغې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري.

خو نوموړی وايي، که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودي سره نږدې او ښې اړیکې غواړي.

د سرپرست حکومت دفاع وزیر د سعودي او ایران روغې جوړې ته په اشاره د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ډول روغه جوړه په افغانستان کې هم کېدای شي؟ ویلي: «په افغانستان کې موږ داسې ډله او داسې څوک نه لرو چې روغه جوړه ورسره وشي؛ ځیني کسان وو چې امتحان یې ورکړ او ناکامه شول نو ځکه موږ نه غواړو چې بیا یې په حکومت کې راګډ کړو.»

د مولوي یعقوب په وینا، په افغانستان کې پرهیزګار او لوستي خلک شته، له حکومت سره د هغوی د یوځای کېدو لپاره کار کوي، د افغان شخصیتونو د راستنېدو مهم کمېسیون هم شته چې د رییس‌الوزراء مرستیال یې مشري کوي.

هغه زیاتوي، دغه کمېسیون ټولو هغو کسانو ته اسانتیاوې رامنځته کوي چې غواړي افغانستان ته راشي او ژوند وکړي.

نوموړی وایي: «هغوی که مشران او یا عادي خلک دي، موږ ورته مناسب چاپېریال برابروو خو په اوسنیو شرایطو کې د یوه نوي حکومت جوړولو لپاره خبرو یا کومې هوکړې ته اړتیا نشته.»

د دفاع سرپرست وزیر په دې مرکه کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «کله چې اسامه بن لادن په نښه شو، ایا دا په دې معنا ده چې دغه هېواد د نوموړي ملاتړ کاوه او پټ یې ساتلی و، دا ډول پېښې په ډېرو هېوادونو کې کېږي؛ زه ډاډه یم او پر دې خبر یم چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت، زموږ د حکومت د کومې ادارې هیڅ لاس نه و؛ د هغه په اړه موږ معلومات نه درلودل، داسې پېښې په ډېرو هېوادونو کې کېږي، دا په دې معنا نه ده چې موږ له هغوی سره همکاري کوو او یا دا چې موږ له القاعده سره اړیکې لرو او یا ور سره نږدې یو.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو کال مخکې اعلان وکړ چې الظواهري د امریکا استخباراتو په کابل کې وژلی، په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت چارواکو په کابل کې د الظواهري وژنه رد کړې او په دې اړه یې د څېړنو خبره کړې چې لا یې پایلې نه دي په ډاګه شوې، خو مولوي محمدیعقوب په کابل کې د هغه وژنه نه ردوي.

یادونه: په دې راپور کې د بي‌بي‌سي پښتو خبر څخه استفاده شوې.

Views: 33

Exit mobile version