Pajhwok Afghan News

کونړ کې سېلاب‌ځپلي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

اسعداباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): کونړ کې د وړمې شپې سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

خلک او مسوولین وايي، وړمه شپه د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او وټه پور ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د وټه پور ولسوالۍ اړوند پيرینۍ ډاګ یوه اوسیدونکي ګل‌محمد خان پژواک خبري اژانس ته وویل:«د یکشنبې شپه مې د سېلاب له امله کور په بشپړ ډول ویجاړ شو، د کور ټول توکي مو اوبو وړي، یوازې خپل سر او ماشومان مې خوندي دي.»

د هغه په وینا، که حکومت او مرستندویه ادارې یې د سرپنا جوړېدو او خوراکي توکو په برخه کې لاسنیوی ونه کړي نو ژوند به یې لا تریخ او له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د مرکز اسعداباد دوشاخیلو سیمه یو اوسیدونکی اصغرخان هم وايي، وروستیو اورښتونو او سېلابونو يې کروندې او فصلونه ویجاړ کړي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وايي: «زموږ فصلونه او کروندې ویجاړ شوي، د لاس ټوله خواري مو په سیند لاهو شوه تر اوسه راسره حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې.»

بلخوا، د دغه ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان پژواک ته وویل، د دوی معلومات ښيي چې د وروستیو سېلابونو له امله په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲۹ کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، ویالي، سربندونه او سړکونه ویجاړ شوي دي.

هغه وايي، ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه، یو جومات، یو هوټل، دوه دوکانونه، یو د چرګانو فارم، ۵۰۰ متره ویاله او ۲۳ استنادي دېوالونه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا: «په وټه پور ولسوالۍ کې د ورستیو سیلابونو له امله بیا ۶۰ کورونه، ۱۸۵ جریبه زراعتي ځمکه، یو روغتیايي مرکز، یو ښوونځی، یوه دیني مدرسه،۲۰ کیلومتره سړک،۱۵۰۰ متره ویاله، دوه سربندونه او ۱۵۰ متره استنادي دیوالونه زیانمن شوي دي.»

هغه وایي د مرستندویه ادارو په همکارۍ په سېلاب‌ځپلو سیمو کې سروې روانه ده او له بشپړېدو وروسته به د اړمنو او زیانمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

د یادونې ده، په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي، یوازې په میدان وردګو کې د سېلابونو له امله ۲۷ کسان مړه شوي، ۱۷ نور ټپيان، ۴۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران او یا زیانمن شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

Views: 259

Exit mobile version