Pajhwok Afghan News

سمنګان کې د درېيو کان کېندونکو جسدونه تر اوسه نه دي موندل شوي

ايبک (پژواک، ٣ زمرى ١٤٠٢): سمنګان کې مسوولين وايي، د دغه ولايت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې دوه اونۍ وړاندې درې کان کېندونکي په کان کې دننه مړه شوي خو تر اوسه یې مړي نه دي موندل شوي.

د سمنګان د اطلاعات او فرهنګ رییس فېروزالدین منیب پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د دره‌صوف بالا ولسوالۍ په يوه کان کې څلور کان کېندونکي کې بند پاتې وو.

هغه وايي چې د يادو کسانو له ډلې د يوه مړی موندل شوى خو د درېيو نورو مړي تر اوسه نه دي پیدا شوي.

هغه وويل چې د يادو کسانو د جسدونو پيدا کولو لپاره جدي هلې ‌ځلې روانې دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په سمنګان ولايت کې يو شمېر کارګرانو د کان کېندنې پر مهال ژوند لاسه ورکړى دى.

Views: 48

Exit mobile version