کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د ایوبي سپورټس کمپلېکس له خوا د کابل غوره لیګ لومړي پړاو پایلوبه له یوې په زړهپورې لوبې وروسته د شاهین هنټرز په بریا پای ته ورسېده.
شاهین هنټرز په پایلوبه کې د کابل زلمي لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د شاهین هنټرز لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې صدیق اتل یو ځل بیا ښه وځلېد او سلیزه یې ووهله؛ هغه ۱۰۳، اعجاز احمد ۳۰ او عبدالمالک ۲۸ منډې جوړې کړې.
د کابل زلمي لوبډلې هم ښه لوبه وکړه خو یاد هدف یې ترلاسه نه شو کړای، زلمیانو په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او دغه راز شاهین دا پایلوبه د ۱۴ منډو په توپیر وګټله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن