Pajhwok Afghan News

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ ۲۵ کلنه شخړه هواره شوه

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یې دوام درلود، هواره شوه.

دغه وزارت نن په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ د ځمکو ملکیت پر سر رامنځته شوې شخړه د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مشرانو په همغږۍ او هلوځلو په نتیجه کې پر دوستۍ بدله شوه.

د خبرپاڼې له مخې، یاده شخړه چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یې جریان درلود او له امله یې یو تن وژل شوی و، نن د یوې ناستې په ترڅ کې هواره شوه.

سرچینې لیکلي چې د زابل سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس سحر اخندزاده د یاده ناسته کې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د سولې په ارزښت او دښمنيو پر بدو عواقبو خبرې وکړې.

د سرچینې په وینا، هغه له سلا او مشورو وروسته د مرکې له سپین‌ږیرو سره په ګډه د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړه چې دواړه لورو ومنله او یو بل ته په خوښي غاړه غړۍ شول.

Views: 168

Exit mobile version