غزنيښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت په همکارۍ او د یونسکو فرهنګي سازمان په مالي ملاتړ د یو شمېر هغو تاریخي ابدو د بیارغونې چاري پیل شوې چې وضعیت یې تر نورو تاریخي ابدو ډېر خراب و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي چې غزني ولایت راغلی وایي، په دغه ولایت کې د شپږو تاریخي ابدو له ډلې د قلعه غزنین یا د غزني زاړه ښار برجونو، د غزنویانو دورې د منارونو د فرش ډبرو، د محمدشریف خان تاریخي ابدې، د خواجه ملکیار پرنده تاریخي ابدې او د تاج اولیاء تاریخي مقبرې د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د یادو ۶ تاریخي ابدو پر بیارغونې شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونسکو فرهنګي سازمان له لوري ورکول کېږي او دا پروژه د تعلیم او فرهنګ ملاتړې موسسې «ECSO» له خوا پلې کېږي.
نوموړي له نړۍوالو وغوښتل چې تاریخي او فرهنګي مسایل دې له سیاسته لري وساتي او له افغانستان سره دې د تاریخي ابدو په بیارغونه کې خپلې مرستې نه سپموي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې رییس انجینیر محمدحسیب نسیمي وویل، د یادو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې به دغه ریاست د انجینرانو له لارښونو او څارنو لاندې پر مخ یوړل شي.
په ورته وخت کې د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان له دغه کار خوښي څرګندوي، وايي چې د دغه ولایت ډېری تاریخي ابدې اسلامي دورې پورې تړاو لري؛ تاریخي مخینه یې شاوخوا زر کلونو ته رسېږي او یو شمېر یې اوس د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د غزني ښار یو له فرهنګیانو جمیل بشیري پژواک ته وویل: «هر فرهنګي اثر او ابده په حقیقت کې زموږ د ویاړلي تاریخ یوه پاڼه ده، که خدای مه کړه دا اثر یا ابده له منځه ځي او ویجاړېږي، نو معنا به یې دا وي چې زموږ د تاریخ یوه پاڼه له منځه ځي او د تاریخ د پاڼې له منځه تلل د دې معنا لري چې زموږ د نسلونو تر منځ تاریخي، فرهنګي او د ارزښتونو تسلسل له منځه ځي او د دې پایله بیا دا راوځي چې نوی نسل د خپل هویت په لټولو پسې سرګردانېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو ویلي وو، په دغه ولایت کې ۱۰ تاریخي ابدې څه وخت مخکې زلزلې زیانمنې کړې وې، که په جدي توګه ورته پاملرنه نه وای شوې د نړېدو امکان یې ډېر و.
د یادوني ده، غزني د هېواد یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو شمېرل کېږي چې زیاد شمېر تاریخي ابدې لري او ځینې یې، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې، کله چې غزني د اسلامي هېوادونو د پلازمیني په توګه وټاکل شو، ورغول شوې او يو شمېر نورې یې لا هم بیارغونې ته اړتیا لري.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن