Pajhwok Afghan News

تخار کې نامعلومو کسانو یوه ۲۱ کلنه نجلۍ وژلې ده

تالقان (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي سرچینې وایي، نامعلومو کسانو د یاد ولایت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې یوه ۲۱ کلنه نجلۍ وژلې ده.

د تخار د پولیسو ویاند مبین صافي په یوې خبري اعلامیه کې ویلي، دا پېښه تېره شپه د خواجه‌غار ولسوالۍ په جلم‌خور سیمه کې شوې ده.

نوموړی وایي چې دا نجلۍ د ناپېژنده کسانو له لوري د چاقو په وسیله وژل شوې ده.

د تخار پولیسو ویاند د پېښې لامل روښانه نه کړ خو وايي چې په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

Views: 62

Exit mobile version