کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د قطر پراختيايي صندوق په افغانستان کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۷۰۰۰ ماشومانو د درملنې ترڅنګ د يادې ناروغۍ د درملنې او عملیاتو لپاره روغتون جوړولو ته چمتووالی ښودلی دی.
د افغاني سره میاشتې ټولنې نن (دوشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي دوحه کې د قطر پراختيايي صندوق له مرستیال سلطاناحمد العسیري او مل پلاوي سره يې پر بشري موضوعاتو خبرې وکړې.
سرچینې لیکلي، د ياد صندوق مرستیال ژمنه وکړه، په کوم بهرني هېواد کې به هغو شاوخوا ۷۰۰۰ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته زمینه برابره کړي چې افغانستان کې یې سمدستي درملنه ناشونې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره دوی چمتو دي چې په افغانستان کې دننه د یادې ناروغۍ د درملنې او عملیاتو لپاره مجهز روغتون جوړ او اکمال کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن