ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد پاکستان ته: د بې‌امنیو حل په خپل هېواد کې ولټوئ، تورونه پورې کول د حل لار نه ده

مجاهد پاکستان ته: د بې‌امنیو حل په خپل هېواد کې ولټوئ، تورونه پورې کول د حل لار نه ده

author avatar
9 Aug 2023 - 01:42
مجاهد پاکستان ته: د بې‌امنیو حل په خپل هېواد کې ولټوئ، تورونه پورې کول د حل لار نه ده
author avatar
9 Aug 2023 - 01:42

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستاني چارواکو د وروستيو تورونو او ادعاوو په غبرګون کې یو ځل بیا ویلي چې په پاکستان کې د هيڅ برید طرفدار نه دی او چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د زمري په ۱۷مه د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په پاکستان کې له وروستیو خواشینوونکو امنیتي پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هېواد د امنیت ټینګښت پر ځای د پړې ګوته افغانانو ته نیولې ده.

هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي او پاکستاني مسوولینو ته وریادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو راوتلی هېواد دی او په بل هیڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې ناامني نه غواړي.

مجاهد ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا خپل هغه اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد امنیت خلاف وکارول شي خو دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد امنیتي ناکامۍ مسوول وي.

نوموړی وایي: «زموږ سیمه له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې د امریکا په مشرۍ د بهرني یرغل او د سیمې د ځینو هېوادونو د غلطو سیاستونو قرباني وه چې اغېزې یې تر اوسه احساسېږي.»

د هغه په وینا، پاکستان باید له خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلن وکړي او په خپل کور کې يې حل وپلټي.

د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې تر ۱۸ پاکستاني داعشیان وژل شوي چې په افغانستان کې یې چاودنې او بریدونه کول او لسګونه نور ژوندي نیول شوي چې ټول اسناد او شواهد یې موجود دي.

مجاهد وایي: «د دې پر ځای چې موږ پاکستاني لوري ته د پړې ګوته ونیسو، د افغانستان حکومت خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي چې الحمدلله نتیجه یې هم وینو.»

د هغه په وینا، که څوک په پاکستان کې بریدونه کوي او یا د داعش په نوم د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو وینې بهوي، باید په ګډه ورته حل لار ولټول شي، تورونه لګول د حل لار نه ده.

مجاهد ویلي: «دا چې په افغانستان او سیمه کې پر دیني علماوو او مدرسو د بریدونو یوه لویه توطیه روانه ده، په دې اړه زموږ کشفي ارګانونو له مخکي معلومات ترلاسه کړي او په افغانستان کې یې د مخنیوي لپاره کارنده عملیات ترسره کړي او هم یې په دې اړه د سیمې له هېوادونو سره معلومات شریک کړي خو متاسفانه چې ځینو هېوادونو یې په اړه پر وخت اقدامات نه دي کړي.»

د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په تاکید سره وايي چې موږ په پاکستان کې د هیڅ برید طرفدار نه یو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي، خو د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنټرول زموږ دنده نه ده، بلکې په هغه هېواد کې د امنيتي او استخباراتي ارګانونو دنده ده چې د همدې لپاره د خپل هېواد یوه لویه حصه بودجه مصرفوي؛ پاکستاني امنیتي ارګانونه باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او د خپلو خلکو او نړۍوالو ذهنیت بدلولو لپاره افغانستان متهم نه کړي.

د هغه په وینا، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې چې افغانستان کې یو خپلواک او مسوول حکومت رامنځته شوی، په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی؛ دا چې یوازې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي، پکار ده پاکستان یې حل په خپل هېواد کې ولټوي.

د یادونې ده، په پاکستان کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې چې د یو شمېر پړه یې پر افغانستان اچولې ده.

تازه د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر پېښور کې پرون یوې غونډې ته ویلي،‌ په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکېلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.

نوموړې په افغانستان کې د سرپرست حکومت ژمنو ته په اشاره ویلي، دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

[/restrict]

Views: 140

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.