Pajhwok Afghan News

اترا: د پکتیکا اوو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه فعالوو

ښرنه (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): پکتیکا کې اترا اداره وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه نشته، خو په وینا يې هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به تر پوښښ لاندې شي.

د دغه ولایت د اترا مسوول سیدابراهیم جاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، وازېخوا، خوشامند، ووړممۍ، تروې، نعمت‌آباد، ګومل او چاربران ولسوالۍ له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.

هغه وايي، تخنیکي سروې ګانې روانې دي او ډېر ژر به ټولې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.

هغه زیاته کړه: «وازېخوا، خوشامند، وړممۍ، تروې او چاربران ولسوالیو کې سروې ګانې بشپړې شوې او په نږدې وخت کې به يې پاتې کارونه پيل شي.»

د نوموړي په وینا، ګومل او نعمت‌آباد ولسوالۍ هم په پلان کې دي او د منظورۍ لپاره يې مرکزي ادارې ته وړاندیز کړی، خو لا يې د رد یا تایید په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

بلخوا د دې ولسوالیو خلک شکایت کوي چې د اړیکو نیولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د وازېخوا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي شامیران پژواک ته وویل، دوی ته هر وخت دا وعده ورکول کېږي خو تر اوسه په یادو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه نه دي فعال شوي.

شامیران زیاتوي: «زموږ په سیمه کې شبکې نشته، له ګڼو ستونزو سره مخ یوو، که څه پېښه شوې وي یا مریض وي نه څوک خبرولی شوو او نه یې پر وخت تر ډاکټر پورې رسولی شو.»

په ورته مهال د تروې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سردار محمد هم پژواک ته وویل، دوی په وار وار له مسوولینو د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې خو تر اوسه هواره شوې نه ده.

هغه زياتوي: «په جمهوریت کې مو په وار وار غوښتنه کړې وه خو چا مو غږ وانه ورېده، اوس په امارت کې هم تراوسه لا چا توجه نه ده کړې.»

نوموړی وايي، حکومت او خصوصي مخابراتي شرکتونه دې ټولو خلکو ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده، کابو درې میاشتې مخکې د دغه ولایت په ډیله، زیړوک او نکه ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبکو فعالیت پيل کړ.

Views: 267

Exit mobile version