ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د افغان ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته مرستې سمې نه شو رسولی

18 Aug 2023 - 21:42
18 Aug 2023 - 21:42

اټلانټا (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی‌کوونکی ډینیل انډریس ويلي، د دې لپاره چې اړمنو افغان ښځو او نارینه‌ وو ته مرستې مساوي او له کوم ځنډ پرته ورسېږي، اړتیا ده د دوی افغان ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

د یادونې ده، له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان سرپرست حکومت کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې  ده چې په دې اړه د نړۍوالو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو هڅو لا هم مثبته پایله نه ده ورکړې او د ښځو پر کار لا هم بندیز پاتې دی.

ازادي راډیو په خپل یوه خبر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي‌کوونکي ډینیل انډریس له قوله ویلي، ټولو اړمنو افغان ښځو او نارینه وو ته په مساوي ډول د مرستو رسولو په عملیاتو کې د ښځینه مرستندویانو ګډون اړین دی.

سرچینې زیاته کړې: «ښځې په نړۍواله کچه په مرستو رسولو کې خورا مهم رول لوبوي او ډېری وخت ښځینه کارکوونکې مېرمنو او نجونو ته د ژوند د یوازېنۍ اړیکې په توګه کار کوي، دا رول نه بل څوک ترسره کولای شي او نه هم بدلېدای شي.»

انډریس ویلي، افغان ښځینه مرستندویه کارکوونکو له اړمنو افغانانو سره د مرستو رسولو برخه کې دوامداره ژمنتیا ښودلې او په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ټول افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې له ۲۶ میلیونه ډېرو کسانو ته مرسته رسېدلې ده.

د هغه په وینا، په روان میلادي کال کې هم دوی د مرستې رسونې هڅو ته دوام ورکړى او د ۱۲ میلیونه مېرمنو په ګډون یې ۲۳ عشاریه ۶ میلیونه افغانانو ته یو ډول نه یو ډول مرستې برابرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو دوو کلونو کې په پراخه کچه بشري مرستې د ډېرو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لامل شوې او د تېر ژمي په سخت موسم کې دوی ته کافي خواړه رسېدلي او د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ یې پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی او دغه شان سرپناه ورته برابره شوې ده.

نوموړي اندېښنه ښودلې، اوس مهال د مرستو ډېر کمښت د دې لامل شوی چې د ژوند ژغورنې عملیات په بې سارې ډول ودریږي او د روان کال په پیل ۱۳ میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو پلان په مارچ میاشت کې ۹ او په مې کې ۵ میلیونه ته راټیټ شو.

د سرچینې په وینا، پر دې سربېره له ۲۶۰ څخه ډېر ګرځنده روغتیايي مرکزونه وتړل شول چې له امله یې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د ۲ میلیونه افغانانو لاسرسی محدود شو.

 

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version