ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو وزارت وايي، د ډبرو سکرو رویالټي تعرفه یې له ۲۵۰۰ څخه ۲۲۰۰ ته راټیټه کړې ده

20 Aug 2023 - 15:12
20 Aug 2023 - 15:12

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د حکم له مخې، د ډبرو سکرو د یوه ټن رویالټي تعرفه له ۲۵۰۰ نه ۲۲۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (یک‌شنبه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، ګمرکي محصول چې مخکې ۴۵ ډالره و هم ۳۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دا تصمیم د ډبرو سکرو نړۍوالو بیو ته په کتو، د هېواد د صادراتو د ودې، سوداګرو ته اسانتیاو رامنځته کولو او د پانګوالو د لا هڅونې په موخه نیول شوی دی.

د دغه وزارت په خبره، دا پرېکړه سر له نن نه د تطبیق وړ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version