ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان د تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسیايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي

27 Aug 2023 - 18:05
27 Aug 2023 - 18:05

جلال‌اباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان او ازبکستان د ترانسپورټ وزيرانو تورخم ته د سفر پر مهال له دې لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته د ازبکستان د صادراتو او وارداتو پيلولو خبر ورکړ.

ملا حميدالله اخندزاده او الهام محکموف نن (یکشنبه) د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي ته سفر وکړ.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رياسته د وږي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال د ننګرهار مرستيال والي سعيداحمد بنوري او د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ايرګاشف هم برخه اخيستې وه.

سرچينه زياتوي، د يادې ليدنې پر مهال د هېواد د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده وويل، ازبکستان غواړي د تورخم له لارې د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو ته صادرات او واردات وکړي چې په دې سره به تورخم کې شاوخوا لس زره کسانو ته د کاروبار زمينه برابره شي.

د ازبکستان د ترانسپورټ وزير الهام محکموف د تورخم ښارګوټي له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او خوښي يې وښوده چې له دې لارې به د اسيا مرکزي او جنوبي هېوادونو ته د بېلابېل ډول توکو صادرات او واردات پيل کړي.

نوموړي وويل، دوی به هره ورځ په منځني ډول په دې لار د اووه سوه زره ټنه مالونو لېږد رالېږد پيل کړي چې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ودې ترڅنګ به زرګونو کسانو ته په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وویل، ازبکستان به پر افغانستان سربېره د سوېلي اسيا له هېوادونو سره راکړه ورکړه پيل کړي چې د افغانستان اقتصاد به وده ورسره وکړي او په کور دننه به کاري بوختياوې هم رامنځته شي.

 

Views: 96

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version