ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز سوداګرۍ او پانګونې خونه شېرخان بندر کې د نورم او سټنډرډ دستګاه فعالېدو غوښتنه کوي

د کندوز سوداګرۍ او پانګونې خونه شېرخان بندر کې د نورم او سټنډرډ دستګاه فعالېدو غوښتنه کوي

author avatar
28 Aug 2023 - 14:55
د کندوز سوداګرۍ او پانګونې خونه شېرخان بندر کې د نورم او سټنډرډ دستګاه فعالېدو غوښتنه کوي
author avatar
28 Aug 2023 - 14:55

کندز (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): کندوز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه او یو شمېر سوداګر وايي چې په شېرخان سوداګریز بندر کې دې د نورم او سټنډرډ دستګاه فعاله شي.

هغوی وایي، اوس مهال د شېرخان بندر وارداتي نفت په حیرتان سوداګریز بندر کې معاینه کېږي چې دغه کار سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندوز سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالمتین یوسفزي له پژواک سره په خبرو کې د نورم او سټنډرډ دستګاه نصب نه یوازې د نفتي، بلکې د ټولو وارداتي توکو معاینې لپاره مهم بولي.

هغه زیاته کړه: «په شېرخان بندر کې د نورم او سټنډرډ شعبه شته خو دستګاه یې نشته، موږ دا ستونزه د ګمرکونو له عمومي رییس او مرکز سره هم شریکه کړه؛ کله چې تېل له بندره واردېږي، سوداګرو، حیرتان بندر یا کابل ته مکتوب ورکول کېږي څو خپل تېل ټسټ کړي، دا ستونزه باید حل شي.»

نوموړی زیاتوي، د نفتي توکو له ټسټ پرته د سمنټو، خوراکي توکو، درملو، ګول سیخ او نورو واردېدونکو توکو د ازمایښت لپاره هم د نورم او سټنډرډ دستګاه لګول مهم دي.

ورته مهال، یو سوداګر حشمت‌الله هم د نورم او سټنډرډ دستګاه نشتوالی د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ وړلو لپاره ستونزه ګڼي او له سرپرست حکومته یې د حل غوښتنه کوي.

بلخوا، د کندوز د سوداګرۍ او صنعت رییس محمدرحیم په شېرخان بندر کې د نورم اوسټنډرډ دستګاه فعالېدو په موخه پر هڅو او د سوداګرو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «شېرخان یو له مهمو سوداګریزو بندرونو دی؛ د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي څو د سوداګرو ستونزې هوارې کړي، موږ د نورم دستګاه نشتوالي ستونزه له مرکز سره شریکوو، هیله ده ژر حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې سوداګرو په شېرخان بندر کې د تاجکستان له خوا د ویزې په نه صادرولو نیوکه کړې وه او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې وه.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.