ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ترافیکو ریاست د ثبت پروسې له لارې اته غلا شوي موټر پیدا کړي

3 Sep 2023 - 17:40
3 Sep 2023 - 17:40

خوست ښار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د خوست امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې اته غلا شوي سراچه موټر يې نيولي او خپلو مالکينو ته يې سپارلي او ورسره په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.

د مسوولينو په وينا، دغه موټر چې په د وروستيو دوو کلونو په جريان کې په دغه ولايت کې غلا شوي وو، د ترافيکو د موټرو د ثبت پروسې له لارې پيدا شول.

د خوست امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير مولوي محمدصابر صابري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو موټرو د غلا په تور يې څلور کسان نيولي او نور تر تعقيب لاندې دي.

نوموړي وويل، دغه موټر د خوست په بېلابېلو سيمو کې وسله‌والو غلو له عامو خلکو تښتولي وو چې نن خپلو مالکينو ته وسپارل شول.

د هغه په وينا، د نورو هغو ګڼ شمېر موټرو پيدا کولو هڅې هم روانې دي چې وسله‌والو غلو له عامو خلکو په بېلابېلو وختونو کې تښتولي دي.

د خوست د موسی‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدداوود يو له هغو کسانو دی چې وروسته له يونيم کال يې غلا شوی سراچه موټر د ترافيکو د موټرو د ثبت پروسې له لارې پيدا شوی دی.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې خوښي وښوده چې خپل ورک شوی موټر يې بېرته ترلاسه کړ.

د اسماعیل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدرقيب خان يو بل کس دی چې ورک شوی موټر يې د يادې پروسې له لارې پيدا شوی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، شاوخوا يونيم کال مخکې يې سراچه موټر د خوست ولايت مقام له مخې ورک شوی و خو خوښ دی چې اوس بېرته ورته خپل موټر روغ رمټ سپارل کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ترافيکو د ثبت او راجستر سيستم ډېر ګټور ياد کړ چې پر مټ يې کلونه وړاندې غلا شوي موټر پيدا او خپلو مالکينو ته سپارل کېږي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم يو شمېر پخواني غلا شوي موټر د ثبت او راجستر پروسې له لارې پیدا او خپلو مالکينو ته سپارل شوي دي.

Views: 174

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version